کابل۔ کندهار لویه لاره د زابل د اوسېدونکو د اعتراض نه وروسته د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

٨صبح: زابل کې ځايي سرچینې وايي چې د کابل۔ کندهار لویه لاره د قلات ښار د اوسېدونکو د اعتراض نه وروسته له دوو ساعتونو راپدېخوا د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه لویه لاره د زابل ولایت د قلات ښار د یو شمېر اوسېدونکو د اعتراض نه وروسته، د سه شنبه ورځ د وري په ٨مه له غرمې مخکې، تړل شوې ده.
د رارسېدلو اطلاعاتو پر بنسټ، د قلات ښار اوسېدونکي له یوه ځای نه بل ځای ته د میزاني موټرو د تمځایونو په لېږد اعتراض لري.
اعتراض کوونکي په قلات کې د طالبانو له سیمه ییزو مسوولینو غواړي چې د میزاني موټرو تمځای دې پخواني ځای ته ولېږدوي.
خو په زابل کې د طالبانو ښاروال د اعتراض کوونکو د غوښتنې په نه منلو سره ویلي دي چې د موټرو یاد تمځای به خپل پخواني ځای ته ونه لیږدول شي.
طالبانو تردې وړاندې هم ډیری مهال د افغانستان د ښاروندانو اعتراضونه ځپلي او دهغو مخنیوی یې کړی دی.