کابل ښاروال: د اته میلیارده افغانیو په ارزښت غصب شوې سیمې آزادې شوې دي
م. ظریف صمیم

کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې په دغو بېرته ترلاسه شویو سیمو کې سپینه ځمکه، ګلدانونه، شنه ساحه، پارکینګونه او داسې نورې سیمې شاملې دي.
کابل ښاروال داوود سلطان زوی د سلواغې په اوه ویشتمه نېټه اولس ته د دولت د حساب ورکولو په ناسته کې ووېل چې کابو ۵۵ زره متر مربع سپينه ځمکه، ۱۷۳ زره متر مربع ګلدانونه او شنه ساحه، ۱۸ زره متر مربع پارکینګونه او په لسګونه نورې دا ډول سیمې له غصب څخه بېرته ترلاسه شوې چې ټولې یو میلیون او ۵۰۰ زره متر مربع کېږي.
سلطان زوی چې د امنیتي تړون پروګرام د عملي کولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ د کارونو په اړه مالومات ورکول ووېل چې اته زره او ۳۳۳ ناقانونه غرفې چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې په شنو ساحو او عامه ځایونو کې اېښودل شوې وې، ویجاړې او لېرې کړای شوې.
هغه همداراز ووېل چې سل کیلومتره عمومي سړکونه او کوڅې د ترافیکو او خلکو پرمخ پرانیستل شوې او همداراز ۲۷۶ کیلومتره پلې لارې له خنډونو پاکې شوې دي.
داوود سلطان زوی زیاته کړه چې د واټونو ترڅنګ د نهه ډوله پلورونکو لپاره د ځای برابرول او عملي کول یې د کابل په درېیو ګڼ میشته برخو کې د ۴۶۴ غرفو په اېښودلو سره په آزمویښتې ډول پیل شوي دي. د نوموړي په وینا، اته زره او ۲۸۶ کراچۍ هم په مناسبو ځایونو کې ځای پرځای شوې دي.
کابل ښاروال جوته کړه چې په ښار کې د ۱۲ زره او ۳۲۵ هټیو، ډوډۍ پخلنځیو او قصابیو له خوا د اصلي او فرعي واټونو د یوې برخې نیولو مخنیوی شوی او همداراز ۱۶۴ له اجازه پرته ودانۍ او ۱۶۴ غیرمعیاري ودانۍ په ګوته شوې او ۱۲۴ ودانۍ په بشپړه توګه یا یې یوه برخه ویجاړه شوې ده.