کابل ته د ۴۰ میلیونو ډالرو مرسته را ورسېده

۸صبح، کابل: د افغانستان بانک ویلي، چې د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو نقدي کڅوړه کابل ته رسېدلې ده.
نوموړي بانک یکشنبه د زمري پر ۹ ویلي، چې د نقدي مرستو دا کڅوړه یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
یاد بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري ولري او له دې لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.
د افغانستان بانک زیاته کړې: «افغانستان کې د مرکزي بانک په توګه له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري، چې نړیواله ټولنه به هم افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته وکړي او د بانکي اړیکو د اسانتیا په برخه کې به اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.»
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک دا نقدي مرستې وخت ناوخت د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت د کنټرول لپاره کاروي او تر اوسه یې په پولي بازار کې لسګونه میلیونه ډالر لیلام کړي دي.