د کابل لوبډلې د موی تای سیالیو د اووم پړاو اتلولي وګټله

۸صبح، نیمروز: د افغانستان د موی تای ملی لوبډلې د غوراوي سیالۍ د نیمروز ولایت په کوربه‌توب ترسره شوې. دغه سیالۍ د کابل د موی تای ډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدي.

د موى تاي فدراسيون مسوولانو شنبه د کب میاشتې پر شپږمه نېټه وويل، چې دغه سيالۍ د موى تاي لوبډلې ته د ورزشکارانو د ټاکلو په موخه په لاره اچول شوې وې، چې په کې د کابل ولايت لوبډلې لومړى مقام او د نيمروز او هرات لوبډلو په ترتیب سره دويم او دریم ځای مقامونه خپل کړل.

دغه سيالۍ د څه د پاسه لسو ولايتونو ترمنځ پيل شوې وې او پنځه ورځې يې دوام وکړ.

د مسوولانو په وینا، په دې سیالیو کې د ګډون لپاره له ټولو ولایتونو څخه لوبډلې بلل شوې وې، خو د افغانستان د لویو لارو د بندېدو له امله دغه لوبډلې په سیالیو کې د ګډون څخه پاتي شوې.

د نيمروز ولايت د بدني روزنې د ادارې چارواکو همداراز وویل، چې د کابل لوبډلې ۱۱ د سرو زرو، ۱۴ د سپينو زرو او ۴ د برونزو، د نيمروز ولايت لوبډلې ۵ د سرو زرو او ۱۰ د سپينو زرو او د هرات لوبډلې ۳ د سرو زرو او ۲ د سپينو زرو مډالونه وګټل.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ پرون (پنجشنبه د کب پر ۵) پاى ته ورسېدې.

ورته لیکنې

Back to top button