۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت له وزیرې حنا رباني کهر سره خبرېاترې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پنچشنبه د سلواغې پر شپږمه په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه لیدنه په اسلاماباد کې شوې او چورلیز یې افغانستان و.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې ضمیر کابلوف په دې لیدنه کې د مسکو فارمټ له لارې له طالبانو سره د تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ویلو ده، چې روسیه او پاکستان افغانستان کې د طالبانو اصلي ملاتړي دي.