کابلوف: د طالبانو رسمیت پېژندنې ته د مسکو په ناسته کې ځای نشته

۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې د مسکو ناسته په نږدې کېدو ده، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندل لا ډېر وختي دی.

ضمیر کابلوف د وږي میاشتې په ۲۵مه له ګازتارو سره په مرکه کې ویلي، چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې نه کېږي.

دا ناسته د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او پاکستان د استازو په حضور کې د تلې میاشتې په ۷مه د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

دېناستې ته طالبان هم بلل شوي دي.

د یوه ټول شموله حکومت جوړول او د هېواد د ټولو اتباعو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی د سیمې د هېوادونو له مهمو شرطونو څخه دی چې طالبان په رسمیت وپېژني.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي تېره میاشت ویلي وو چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت جوړول د مسکو ناستې د اجنډا په سر کې ځای لري.

د هغه په ​​وينا، تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د يوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې کوم پرمختګ نه دى شوى.

ورته لیکنې

Back to top button