د کابلوف څرګندونکې د افغانستان او روسيې د ګټو تضاد
ژباړه: م. ع. پ

بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي، ضمير کابلوف، وروستيو څرګندونو په اړه ويلي چې ددغو څرګندونو ځینې برخې، «متناقضې او د توجيې وړ نه دي» او د روسيې او افغانستان له ګډو ګټو سره اړخ نه لګوي!
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميې کې چې د روان کال د کب په لومړۍ نېټه، خپره شوه، راغلي چې: «په روسيه کې د يوې ممنوعه ډلې» د نه توجيې وړ لوی ښوول، په واقعیت کې د روسيې له هغو غوښتنو سره په ټکر کې دي چې په سيمه کې يې، د سخت دريځۍ او ترهګرۍ پروړاندې لري او همدارنګه د تلپاتې سولې په تړاو د افغانانو غوښتنو پر ضد دي او په ټول کې د روسيې او افغانستان له ګډو ګټو سره اړخ نه لګوي.»
د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر، ولاديمير پوتين ځانګړي استازي، ضمير کابلوف د انتقالي – ائتلاقي دولت طرحه، د افغانستان د جګړې پايته رسېدو لپاره د يوه ساده موډل په توګه وړاندې کړې وه. نوموړي دغه څرګندونې له سپوټنیک آژانس سره په مرکه کې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې په دې تړاو راغلي، د کابلوف له لوري د «انتقالي – ائتلافي دولت» نسخې وړانديز، د نوموړي له هغو خبرو سره په بشپړ تضاد کې دی چې ويلي يې ؤ، «افغانان خپله اراده لري او د افغانستان راتلونکی خپله افغانانو پورې اړه لري.»
دغه وزارت څرګنده کړې، د افغان دولت دریځ دادی چې خلک دغه حق او وړتيا لري چې په خپلواکې ارادې سره، د ټاکنو له لارې، د هېواد له اساسي قانون سره سم، د دولت او خپل حکومت برخليک وټاکي.
بهرنيو چارو وزارت همداراز ويلي، د کابلوف ځينې څرګندونې د افغانستان له اوسنيو واقعيتونو سره برابرې نه دي او په ډېرو برخو کې، د روسيې له رسمي اعلاميو سره په ټکر کې دي.
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميې کې راغلي، د افغانستان دولت د ملګروملتونو سازمان رسمي غړی دی او د روسيې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ډيپلوماتيکې اړيکې لري او د يو مسؤل دولت په توګه خپلې ټولنې ژمنې عملي کوي.
دغه وزارت ټینګار کړی، داسې نشي کېدای چې يو دولت له داسې ډلې سره برابر وګڼو چې واک ته د رسېدو لپاره له زوره کار اخلي، عام وګړي وژني، په څرګند ډول له نړيوالو ترهګرو ډلو سره همکاري لري، او بله داچې داسې ډله، چې د روسيې فدراسيون يې د ممنوعه ډلې په توګه پېژني او د ملګروملتونو تر بندیزونو لاندې ده.
بهرنيو چارو وزارت همدارنګه ويلي دي چې، د کابلوف څرګندونو خلاف، د افغانستان دولت هېڅمهال په مذاکراتو کې ځنډ او خنډ نه دی رامنځته کړی، بلکې دا طالبان ؤ چې د مذاکراتو مېز يې پرېښود.
ياد وزارت ويلي، دولت پر طالبانو او نړيوالې ټولنې د باور له مخې له شپږ زرو ډېر طالب بنديان ازاد کړل چې د مذاکراتو لپاره زمينه برابره شي چې دا یو بېمخينې ګام ؤ.
د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې په اساس، کابلوف ويلي دي چې طالبان «تقريباَ له عيب او نقص پرته» له امريکا سره کړې هوکړې ته ژمن دي، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ وايي، طالبانو خپلې څلور ژمنې (۱- له ترهګرو سره د اړيکو پرېکون، ۲- د تاوتريخوالی کموال، ۳- د معنی لرونکي مذاکراتو دوام او ۴- او د دولت له بنده راخلاصو شیو طالب بندیانو، بېرته د جګړې ډګر ته نه راګرځېدل) په څرګند ډول تر پښو کړي دي.
بهرنیو چارو وزارت د کابلوف هغه څرګندونې هم رد کړي چې ويلي يې ؤ، د افغانستان خاورې ۳/۴ برخه د طالبانو په ولکه کې ده. دغه وزارت ويلي، په بېلابېلو سيمو کې د ترهګريزو بريدونو او د خلکو وژل، پر سيمو باندې د کنټرول لرلو معنی نه ورکوي.
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، کابلوف له يوه لوري طالبان د افغانستان کورنۍ ګواکې«ملي» ډله ګڼي او په بل ځای کې وايي چې پاکستان د طالبانو «ملاتړ کوي او دوی ته يې پناه ورکړې ده». د بهرنيو چارو وزارت په وينا دغه څرګندونې سره په ټکر کې دي.
بهرنيو چارو وزارت وايي چې، دولت له روسيې سره د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د عملي کېدو په موخه، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د سولې او ثبات ټينګښت او سيمه ييز اقتصادي اتصال په برخو کې، خپلو اړيکو ته ژمن دی او دوام به ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې ويل کېږي، د روانې زېږديزې مياشتې په پای کې به، مسکو د افغانستان په تړاو د يوې ناستې کوربه وي. د بهرنيو چارو وزارت همدارنګه په راتلونکو ورځو کې روسيې ته د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د سفر خبر هم ورکړی!