کندهار کې په يو وسله وال بريد کې د پوليسو يوه چارواکي حامله مېرمن وژل شوې او ماشوم يې د مور په ګېډه کې ټپي شو

احمد شاه شاداب

کندهار کې د هدفي بريدونو د لړۍ په دوام تېره شپه يوې حاملې مېرمن هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د خاوند له لوري يې روغتون ته د خپل نوي ماشوم د زېږون په موخه لېږدول کېده.
دغه وسله وال برید تېره شپه ناوخته د کندهار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند مربوطاتو کې رامنځته شوی دی.
د کندهار امنيه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ۸صبح ته وویل چې، تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د یوولسمې امنیتي حوزې جنایي آمر دويم څارن اسدالله غوښتل خپله مېرمن د ماشوم د زېږون په موخه نږدې روغتیايي مرکز ته ورسوي چې په لاره کې پرې وسله وال غلچکی برید وشو او په دغه بريد کې یې مېرمن ووژل شوه او د کندهار جنايي آمر ټپي شو.
د کندهار روغتايي مسؤلين وايي، د وژل شوې مېرمن نوی زېږېدلی ماشوم يې په ټپي حالت کې ژغورلی دی او دمګړی ماشوم او پلار يې «دويم څارن اسدالله» تر درملنې لاندې دي.
د يادې پېښې مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

Back to top button