کندهار کې د دهلې بند لوی پل د وسله‌والو طالبانو له لوري والوزول شو

۸صبح، کندهار: تېره شپه شاوخوا لس بجې د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ اړوند د دهلې بند لوی پل د ماين په چاودنه کې والوزول شو.

د کندهار امنیه قومنداني ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې، وسله‌والو دغه پل د ماین په وسيله الوزولی دی او اوس د دهلې بند ته د امنیتي ځواکونو لاسرسی کم شوی دی.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي څو ياد بند تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د يادونې وړ ده چې د دهلې بند لويه او مهمه برخه اوس د طالبانو تر ولکې لاندې ده او يادې ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د اوبو چارو تنظيم ملي ادارې هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په هېواد کې د اوبو پر بندونو بريدونه څه نوې خبره نه ده او له وړاندې هم څو څو ځلې د هېواد په مختلفو سيمو کې د اوبو پر بندونه بريدونه شوي او د ړنګېدو هڅې يې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button