د کندهار انځر نړۍ وال شهرت لري بڼ لرونکي وايي د انځرو د صادراتو لپاره د آسانتیاوو د نشتوالي له امله یې دغه ارزښتناکه مېوه د نورو هېوادونو په نوم صادرېږي.
د کندهار ولایت بڼوال وايي دوی ډېر زیار باسي خو د حاصلاتو د راټولولو پرمهال د بازار د نشتوالي له امله له خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي.
د کندهار شاه ولي کوټ ولسوالي چې د انځرو ډېر بڼونه لري زیات شمېر اوسېدونکي یې په کرنیزو چارو بوخت دي.
د انځرو بڼ لرونکي وايي له دې مخکي یې په سیمه کې امنیتي ستونزې ډېرې وې خو اوس دا ولسوالي تر یوه برېده امنه شوې او دوی کولای شي د خپلو بڼونو پالنه وکړي خو د هغوی په وینا پر صادراتي لارو د ستونزو له امله له پراخو ننګونو سره مخامخ دي. دوی زیاتوي د انځرو حاصلات په ټيټه بیه ترې اخیستل کېږي او د ګاونډیو هېوادونو په نامه نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.
د انځرو یو بڼوال حاجي عبدالحی وايي:(د انځرو باغونه لرم هر کال ښه حاصل ترلاسه کوم خو ستونزه په دې کې ده چې نړیوالو بازارونو ته لاره نه لرو، یوازینیهېواد پاکستان دی چې خپل حاصلات ورلېږو او دوی یې په خپل نوم نړیوالو بازارونو ته صادروي).
نوموړی زیاتوي ددغې مېوې د حاصلاتو راټولول او بیا یې وچول خورا زیار غواړي خو د مناسب بازار د نشتوالي له امله موږ ترې ډېره کمه ګټه ترلاسه کوو.
ددغه ولایت بزګران له حکومته غواړي چې د دوی د حاصلاتو لپاره بازار موندنه وکړي ترڅو دغه مېوه چې نړۍ وال شهرت لري ګټه یې بڼوالوته ورسېږي.
اخوا د شاه ولي کوټ ولسوالۍد امنیه قوماندانۍ مرستیال محمد قاسم وايي له دوو کلونو راهیسې د امنیتي ځواکونو په هڅو او د خلکو په همکارۍ ددغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ښه شوی او بڼوال په ډاډمنه توګه خپلې چارې پرمخ بیايي.
هغه زیاتوي: (څو کاله مخکي دا سیمه ناامنه وه ډېری کورنیو خپل کورونه پرې اېښي و او د سیمې بڼوال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوال وو، خو اوس چې ددغې ولسوالۍ ډېرې برخې د دولتي ځواکونو تر واک لاندې دي بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته راستنې شوې او په کرکېله بوخت دي چې ډېری بڼونه د انځرو دي).
نوموړی وايي د سیمې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې چې دې چارې د دغې ولسوالۍ په امنیت کې مثبت بدلون راوستی دی.
له بلې خوا د کندهار د سوداګرۍخونې مرستیال انجینرعبدالباقي وايي د کندهار انځر نړیوال شهرت لري خو په دې وروستیو کي یې سوداګري ډېره ستونزمنه شوېاو د هوايي دهلېز له لارې هم له تېرو دوو کلونو راهیسې صادرات نه لرو.
د هغه په خبره د کندهار د انځرو د بڼونو کلني حاصلات۲۵ زره ټنو ته رسېږي چې له ۱۵ تر شل زره ټنه یوازې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ له بڼونو ترلاسه کېږي.
د کندهار خاکرېز ولسوالي هم انځر لري او همداراز په زابل او ارزګان ولایتونو کې هم د انځرو بڼونه شته چې ډېره برخه یې هند ته صادرېږي، خو ډېر وختونه د پاکستان لاره د افغانستان د صادراتو پرمخ تړل شوې وي.
د کندهار د سوداګرۍخونې مرستیال وايي که زموږ هوايي دهلیز فعال شي او د نورو هېوادونو بازارونو ته لاره پیدا کړو د انځرو د صادراتو له لارې به افغانستان ته ډېر عاید راشي چې دا کار به د بڼوالو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل هم شي.
بڼوال یوازې د انځرو د حاصلاتو لپاره د بازار له نشتوالی سر نه ټکوي بلکې ددغه ولایت د انګورو ، انارو او خټکیو د حاصلاتو پرمهال هم کرونده ګر له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي ځکه هر کال د دغو مېوو د حاصلاتو د راټولولو پرمهالپاکستان له افغانستان سره خپلې سوداګریزې پولې تړي.