کندهار: طالبانو مخکینی سرحدي سرتېری د کوما تر حده شکنجې کړی

۸صبح، کندهار: خبري سرچينې وايي، چې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په وېش سیمه کې د جمهوري نظام يو سرحدي سرتېری د کوما تر حده شکنجه کړی دی.

ځايي خلکو ويلي، چې دغه سرتېری شريف نوميږي، چې طالبانو پینځه ورځې له کوره بیولی او د لاسونو، پښتيو او سر تر ماتولو شکنجه کړی دی.

طالبانو د نوموړي نېم ژوانده جسد، د هغه د کور مخته غورځولی.

ويل کيږي، چې طالبانو دغه مخکيني سرتېري ته د خونديتوب کارت هم ورکړی و او هغه د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته په خپله سيمه کې خياطي کوله.

د کندهار په سپین بولدک سيمه کې تر ډېره د کندهار د مشهور طالب ضد قومندان جنرال عبدالرازق د قوم ( اڅکزيو) خلک مېشت دي.

طالبان، له بيا واکمنيدو وروسته له جنرال رازق او کورنۍ څخه ېې د غچ اخيستو لپاره د هغه د سلګونه قوميانو په وژل کیدو تورن شوي دي.

معلومه نه ده، چې د شريف په نوم تازه شکنجه شوی مخکينی سرتېری هم په قوم اڅکزی دی کنه؟

طالبان، د افغانستان په ټولو سيمو کې د مخکينيو امنيتي او دفاعي ځواکونو او پخوانيو حکومتي منسوبینو په وژلو، شکنجې او ورسره په ناوړه چلند تورن دي.

ورته لیکنې

Back to top button