قزاقستان په افغانستان کې د سوداګرۍ خونه پرانېزي

۸صبح، کابل: د قزاقستان رسنیو خبر ورکړی، چې هېواد یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې، د سوداګرۍ خونې پر پرانیستلو غور کوي.

(کازینفورم) د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند (آیبک اسمادیاروف) په حواله نن دوشنبنه (وري ۲۸مه)، خبر ورکړ چې دغه پریکړه په کابل کې له طالبانو سره د دغه هیواد د یوه پلاوي په کتنه کې شوې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د قزاقستان حکومت یو پلاوی چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر، (سریک جومانگارین)، په کابل کې له طالبانو سره کتلي دي.

دغه پلاوي پرون د کابل په هوايي ډګر کې د قزاقستان یوه اندازه بشري مرستې، د طالبانو د سوداګرۍ سنبالچاري وزير (نورالدين عزيزي) ته وسپارلې.

اسماد یاروف وویل:«دا چې نړیواله ټولنه په دې پوهیږي چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط او بشري ناورين ته باید اجازه ورنه‌کړل شي، ځکه نو موږ باید له دغه هیواد سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړو. د یادونې وړ ده، چې د زیربنایي پروژو پلي کول د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په ځانګړې توګه په منځنۍ او جنوبي اسیا کې، د همغږۍ د بهیرونو د برخې په څېر د یو عامل په توګه اهمیت لري.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل چې هېواد به یې اوړه، غنم، د اورګاډي تخنیکي وسایل، (کتان تخم او لمرګلي غوړي) د خپلې سوداګرۍ خونې له لارې افغانستان ته واستوي.

په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې بیا پرانیستلو د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

کابل ته د قزاقستان د پلاوي سفر، د تېر کال په کب میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سنبالچاري وزیر سره د دغه هېواد د سفیر له کتنې وروسته، ترسره شوې.

Back to top button