قزاقستان به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې ناستې کوربتوب وکړي

۸صبح، دوشنبه: افغانستان کې د قزاقستان مخکیني سفیر تاجکستان کې د هرات په امنیتي ناسته کې ویلي، چې هېواد یې په پام کې لري د افغانستان په اړه یوه نړیواله ناسته جوړه کړي.

کابل کې د قزاقستان مخکیني سفیر اومیرتای بیتیموف، چې سه‌شنبه د لیندۍ پر اتمه یې د تاجکستان په دوشنبه کې د هرات د امنیتي ناستې په دویمه غونډه کې وینا کوله، په نږدې راتلونکي کې د دغې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د هغه په وینا، په دې ناسته کې به د افغانستان وضعیت د افغانانو، د سیمې هېوادونو او د نړۍ د سترو ځواکونو د استازو په ګډون سره وڅېړل شي.

تر اوسه د دغې ناستې کره وخت نه دی روښانه شوی.

تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې دویمه غونډه د ترسره کېدو په حال کې ده. په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو ۲۰۰ استازو ګډون کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button