۸صبح، کابل: کابل کې د ایران سفارت وايي، چې افغانستان کې د سفیر په توګه د ډاکتر بهادر امینیان ماموریت پایته رسېدلی او حسن کاظمي قمي په رسمي ډول افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه معرفي شوی دی.
دغه سفارت شنبه د مرغومي پر لسمه نېټه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې د ښاغلي قمي مخکینۍ دنده خوندي ده او هغه به همداراز د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د لیندۍ پر ۲۶ نېټه د ایران د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ایران د نوي سفیر په توګه د کاظمي قمي د ګمارلو خبر ورکړی و.
د ویلو ده، چې کاظمي قمي له څو کلونو راهیسې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه فعالیت درلود.