خلیل الرحمان حقاني: مسلمانان یوو، په خدای که دوحې تړون مو نقض کړی وي!

د طالبانو د رژیم د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني، له امریکا سره د دغې ډلې د دوحې د سولې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت، په خدای قسم یاد کړ، چې دوی د دوحې تړون نه نقض کړی او نه به یې نقض کړي.
نوموړي په دې اړه په خپل ویډیويي پيغام کې وویل: «موږ مسلمانان یوو، په خدای مو عقیده ده. موږ له خپل تړون نه په کلکه هم دفاع کوو، هم خپل تړون ته متعهد یوو، هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې ورڅخه سرغړونه وکړي.»
حقاني له امریکا متحده ایالاتو هم وغوښتل، چې د دوحې تړون ورسره عملي کړي او په وینا یې« اوبه خړې» نه کړي.
نوموړي دا هم وویل، چې دوی ورسره د امریکا د خبرو او داسې تړون هیڅ تمه نه لرله.
خلیل الرحمان حقاني د دوی خلاف د امریکا د جګړې له غندلو سره ادعا وکړه، چې امریکا آخر هم دوی ته تسلیمه شوه او د طالبانو د « اسلامي امارت» ټکی یې رسماً ومانه.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو سره د دوحې د سولې تړون په خپره شوې بڼه کې په ځلونو- ځلونو ویل شوي، چې امریکا طالبان د « اسلامي امارت» په نوم په رسمیت نه پېژني.
د دوحې تړون په درېیمه کلیزه کې د طالبانو نورو مشرانو هم امریکا سره د خپلو ژمنو د عملي کیدو ډاډ ورکړ او له دغه هېواده یې وغوښتل، چې هم خپله تعامل ورسره وکړي او هم نور هېوادونه ورسره تعامل ته پریږدي.