خلیلزاد: القاعده د پناهځایونو په بدل کې د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفان په نښه کوي

د دې په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، چې ګواکي د القاعدې نوی مشر په ایران کې دی، اوس د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازی د دغې شبکې او د ایران د حکومت ترمنځ د هوکړې خبره کوي.
زلمي خلیلزاد دوشنبه شپه د فبرورۍ پر ۲۰ نېټه یو لړ ټویټونو کې ادعا وکړه، چې د القاعدې شبکه د ایران له حکومت سره د هوکړې له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفان په نښه کوي.
هغه ویلي: «ډېر احتمال شته، د سیف العدل او قدس ځواک ترمنځ یوه معامله شوې وي، چې القاعده به د ایران د پناه او ملاتړ په بدل کې د ایران د حکومت د مخالفانو په نښه کولو سره د ایراني رژیم ناوړه کارونه تر سره کوي.»
هغه همداراز یادونه وکړه چې د ایران ګواښونه امریکا او متحدین یې لا هوډمن کوي، ترڅو د «ایراني رژیم» نړیوال مشروعیت لا کمزوری کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
په ایران کې د القاعده شبکې د نوي مشر سیف العدل د شتون په اړه د ملګروملتونو سازمان له خوا د راپور تر خپرېدو مخکې او وروسته د دغه هېواد حکومت دا خبره رد کړې وه.