د وروستیو تاوتریخوالیو په اړه د خلیلزاد اندېښنه
د ۸صبح پښتو مجله، م. ظ. صمیم

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، سیمې ته د خپلو سفرونو د نوي پړاو په پیلولو سره، نهیلي څرګنده کړې چې له شویو ژمنو سره سره تاوتریخوالی نه دی کم شوی!
هغه چې ټاکل شوې دا ځل ناروې او قطر ته ولاړ شي، ویلي یې دي چې «دا سفر په نهیلۍ سره پیلوي!»
د امریکا ځانګړی استازی خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې به یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو کړکۍ تل پرانیستې نه وي.
د نوموړي په وینا، «د جوړجاړی نه کولو او د دښمنۍ نه هېرولو او همداراز د سیاسي همکارۍ په اړه د هوکړې نه کولو، جګړې ته زمینه برابره کړې ده!»
خلیلزاد وايي چې افغانان په دې ورځو کې زیات وژل کېږي او د سیمې ورانکاري له افغانانو څخه د توپ په شان د خپلو ناروا موخو لپاره کار اخلي.
هغه زیاته کړې چې وینې توېېدل باید پای ته ورسېږي او افغانان د ورانۍ او شخړو پر ځای ثبات او د غچ اخیستو پرځای بښنه، جوړجاړی او انعطاف منل انتخاب کړي!