خلیلزاد: د پاکستان په اړه ډېر اندېښمن یم

د پاکستان د حکومت او د هغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ترمنځ د ناکراریو او سیاسي جنجالونو پر دوام، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد، پاکستان کې د روان وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي د سه شنبې په شپه (مارچ ۲۱مه) په یو لړ ټویټونو کې، د پاکستان پر وروستیو سیاسي پېښو خبرې وکړې.

د خلیلزاد په وینا، داسې نښې شته چې د پاکستان د واکمن ایتلاف تر کنټرول لاندې پارلمان به له محکمې وغواړي چې عمران خان او تحریک انصاف په ټاکنو کې له ګډونه منع کړي.

هغه دا هم وویل چې داسې ښکاري چې اسلام اباد به عمران خان د پاکستان د حکومت د لومړۍ درجې دښمن په توګه معرفي کړي، چې په دغه هیواد کې به سیاسي او اقتصادي بحران لا پسې ژور کړي.

زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د احتمالي اقداماتو په تعقیب به نړیوال وجهي صندوق له پاکستان سره مالي مرستې کمې کړي چې له امله به یې تاوتریخوالی زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې (زهرا بلوڅ) ویلي، هېواد یې په خپلو کورنیو چارو کې د خلیلزاد مشورې ته اړتیا نه لري.

Back to top button