۸صبح، کابل: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، داعش د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی.
دا خبره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني استازي چهارشنبه د سلواغې پر ۲۶ په یوه ټویټ کې کړې ده.
زلمی خلیلزاد د دوحې د هوکړې بشپړ تطبیق ترټولو غوره کار بللی، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې اندېښنې پای ته رسولای شي.
خلیلزاد دغه څرګندونې دوې شپې وړاندې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند برخو کې د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتې په غبرګون کې کړي دي.
په همدې حال کې د ګډ امنیتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سیدروف پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۶۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
د سیدروف په وینا، د افغانستان او تاجکستان پر پوله د داعش ۴ زره جنګیالي راټول شوي دي.