۸صبح، کابل: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له خوا په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته د نجونو پر تګ بندیز د ښځو د زدهکړو د منع کولو په تړاو د دې ډلې د مخکیني فرمان پیاوړی کوونکی ګڼلی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني استازي شنبه شپه د سلواغې پر اتمه یوه ټویټ کې په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو په موسسو کې د کانکور ازموینې د ګډون د منع کولو پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
خلیلزاد لیکلي: «طالبانو ښځې د پوهنتونونو د شمولیت په ازموینه کې له ګډونه منع کړې دي. دغه پرېکړه له لوړو زدهکړو د مخنیوي لپاره د مخکیني فرمان پر پیاوړي کولو څټک دی.»
طالبانو دوې ورځې مخکې د یوه مکتوب په صادرولو د لوړو زدهکړو خصوصي موسسو ته امر وکړ، چې راروان ښوونیز کال کې د نجونو محصلینو له جذبولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې په یوه فرمان کې د ښځو پر لوړو زدهکړو بندیز اعلان کړ.