خلیلزاد: امریکا او طالبان دې د دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق لپاره همکاري زیاته کړي

۸صبح، کابل: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په دې وروستیو کې د دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي دغه غوښتنه د دوشنبې په ورځ (وری۷) په بلخ کې د داعش ډلې د مهمو کسانو د وژلو په اړه د طالبانو د ادعا په غبرګون کې په یو لړ ټویټونو کې وکړه.
خلیلزاد ویلي، که د طالبانو دا ادعا چې د داعش د خراسان څانګې دویم کس مولوي ضیاءالدین، سلاکار ابو عمر افریدي او د دې ډلې د روزنې او بم جوړولو کارپوه سلمان تاجکستاني وژل تایید شي، د افغانستان په شمال کې داعش ته سخت ګوزار ورکړل شوی دی.
د زلمي خلیلزاد په وینا، د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې مبارزه د دوحې په تړون کې له امریکا سره د طالبانو له ژمنو څخه یوه ده.
تېره شپه طالبانو ادعا کړې وه چې په بلخ ولایت کې یې د داعش د خراسان څانګې د مشرتابه یو شمېر غړي وژلي دي.
طالبانو دا ادعا وروسته له هغې کړې ده چې د داعش د خراسان څانګې د یوه غړي له خوا په یوه ځانمرګي برید کې د طالبانو لپاره د بلخ ولایت والي داوود مزمل په خپل دفتر کې ووژل شو.