طالبانو ته د خلیل‌زاد مشوره: د مولوي عبدالحمید خبرو ته غوږ ونیسئ

۸صبح، کابل: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني استازي طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې د ایران د زاهدان جامع جومات د خطیب مولوي عبدالحمید خبرو ته غوږ ونیسي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني استازي زلمي خلیل‌زاد شنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه په یوه ټویټ کې د ایران د زاهدان جامع جومات د خطیب د خبرو ویډیویي تړون خپور کړی، چې تېره ورځ یې د جمعې لمانځه په خطبه کې کړې دي.

خلیل‌زاد له طالبانو غوښتي، چې د مولوي عبدالحمید خبرو ته غوږ ونیسي.

مولوي عبدالحمید تېره ورځ د جمعې لمانځه په خطبه کې په غیرمستقیم ډول د ایران مشر علي خامنه‌اي ته په خطاب وویل، چې حق نه لري د نننیو ځوانانو د ژوند په اړه پرېکړه وکړي.

د ایران دولت دغه منتقد عالم ویلي، چې د ۸۰ یا ۹۰ کلونو مخکې څېرې نه شي کولای د ځوان نسل د ژوند په اړه پرېکړه وکړي، پرته له دې چې د هغوی له اړتیاوو خبر وي.

په داسې حال کې، چې طالبانو زده‌کړو ته د نجونو او ښځو لاسرسی منع کړی دی، د ایران د زاهدان جامع جومات خطیب ټینګار کړی، چې د علم زده کول پر نارینه او ښځینه‌وو فرض دی.

طالبانو ته د زلمي خلیل‌زاد سپارښتنه په داسې حال کې کېږي، چې هغه افغانستان کې د اوسني وضعیت عامل ګڼل کېږي. پر خلیل‌زاد د منتقدانو په باور هغه په قطر کې له څو میاشتو خبرواترو وروسته، چې د دوحې د هوکړه‌لیک د لاسلیکېدو لامل وګرځېدې دغې ډلې ته د افغانستان د سپارلو زمینه برابره کړه.

ورته لیکنې

Back to top button