۸صبح، بلخ: بلخ کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د سړي تښتوونکو له خوا د یوه ۱۲ کلن هلک له تښتولو خبر ورکوي.
دغه پېښه یکشنبه د وږي پر ۲۷ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې شوې ده.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایی، چې دغه تنکی ځوان سنتالله نومېږي او د حکیمي روغتون د خاوند ډاکتر عبدالقیوم حکیمي زوی دی.
د سرچینو په وینا سړي تښتوونکو سنتالله د مزارشریف ښار د درېیمې حوزې له اړوند کارته باختر سیمې څخه تښتولی دی.
بلخ کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخ د هېواد په شمال کې یو له ولایتونو دی، چې د سړي تښتونې پېښې زیاتې پکې کېږي.