د «رڼا وژلو» ماموریت؛ امریکا باید له طالبانو سره خپلې اړیکې بیا تعریف کړي

له زدهکړو څخه د نجونو د مخنیوي بحث د هرې ورځې په تېرېدو سره ګرمېږي. په رسنیو کې داسې راپورونه خپرېږي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله امر کړی، چې د روان تعلیمي سمستر له پای ته رسېدو وروسته دې خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته د نجونو له دننه کېدو ډډه وشي. د دغه حکم له مخې، دا د مني سمستر وروستی سمستر دی چې نجونې په کې د طالبانو تر سختو شرایطو لاندې پوهنتون ته ځي. له دې وروسته به پوهنتون هم په بشپړ ډول نارینه چاپېریال ولري. څرګنده ده چې هغه وخت به دوی ښځینه پروفیسورانو ته هم نارینه محصلینو ته د تدریس اجازه نه ورکوي.
طالبان د هېواد پر برخلیک واکمن دي او له هغو کسانو سره يې اړيکې ښې دي، چې کلونه يې د هغوي پر ضد جهاد کړی. وخت په وخت د طالبانو ویاندویان او چارواکي له امریکا څخه د مشروعیت غوښتنه کوي او د ښو اړیکو غوښتنه کوي، سره له دې چې امریکا له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او هره اونۍ د افغانستان له خلکو سره د مرستې په نوم د طالبانو زېرمو ته پیسې لېږي، خو د ځینې ملاحظاتو پربنسټ یې تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي.
بل هېواد چې له طالبانو سره ډېرې نږدې اړیکې لري او تل له دغې ډلې ملاتړ کوي، روسیه ده. مسکو، د جمهوريت په وروستیو کلونو کې څو غونډې وکړې او طالبانو ته یې وسلې ورکړې، تر څو وکولای شي خپله ډیپلوماسي پیاوړې کړې او بالاخره هېواد تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا هېواد د طالبانو د رژیم یو له اصلي ملاتړو څخه دی. په دې وروستیو کې روسیې او چین د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې د پرېکړهلیک په سخت لحن چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه دی نیوکې وکړې. دا په ډاګه کوي چې په ملګروملتونو کې د طالبانو په نه شتون کې د ځینو هېوادونو استازي په غیر مستقیم ډول د دغې ډلې له ګټو دفاع کوي.
بل هېواد چین دی. چین په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد دی او د ګاونډیتوب مسائلو په پام کې نیولو سره، له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو او په دغه هېواد کې د شته مادي سرچینو، له کانونو نیولې تر بازارونو او ترانزیټي لارو له امله له افغانستان سره لېوالتیا لري. دغه هېواد هم د ملګروملتونو د وروستي پرېکړهليک په ګډون په ډېرو مواردو کې د طالبانو له ګټو څخه دفاع کړې ده. په همدې حال کې چین او روسیه له لومړنیو هېوادونو څخه وو، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې ومنل او په بیجینګ او مسکو کې یې خپل سفارتونه دغې ډلې ته وسپارل.
دا درې واړه هېوادونه د معاصرې نړۍ اصلي ځواکونه دي او درې واړه غیر مسلمانان دي. طالبان نه یوازې دا چې له دوی سره کومه ستونزه نه لري، بلکې هغوی ته باج هم ورکوي، ترڅو د دوی له ملګرتیا لاس وانهخلي. داسې برېښي چې د طالبانو ډله له غیر افغان مسلمانانو سره کومه ستونزه نه لري. پاکستاني مسلمانان په رسمي ډول طالبانو ته لارښوونه کوي چې څه وکړي او څه ونهکړي. ايراني مسلمانانو کلونه کلونه طالبانو ته پيسې، وسلې او روزنيز کمپونه جوړ کړي او اوس يې نږدې اړيکې ورسره ټينګې کړې دي. ان په کابل کې د ایران سفیر ته منسوب یوه دوسیه هم خپره شوی چې پکې ویل شوي وو، چې طالبانو افغانستان «آزاد کړی» دی.
د طالبانو کړنې ښيي چې دغه ډله د راتلونکي لپاره هېڅ لید نه لري. داسې ښکاري چې د دې ډلې پالیسي د هېواد له پولو بهر د دوی لپاره ټاکل کېږي او هغه پلي کیږي. د راتلونکي لپاره هر لید د غیر افغانانو له خوا ډیزاین کېږي. د ځینو دلایلو له مخې ځینې هیوادونه له یوه پرمختللی، سوکاله او ځواکمن افغانستان څخه وېره لري او یا هم په خپل ګاونډ کې داسې ټولنه نه غواړي. له همدې امله، دوی تل د دی هیواد د شاتګ لپاره کار کړی دی. د نجونو پر مخ د ښوونځیو ترتړلو وروسته د پوهنتونونو د دروازو تړل د دې پروسې یوه برخه بلل کېږي. د ښوونځیو تړل او د خلکو بې سواده ساتل د ګاونډیانو او طالبانو د ګټو ګډه نقطه ده. له همدې امله، طالبان د دې ماموریت ترسره کولو ته ډیره لیوالتیا لري؛ هغه ماموریت چې ښکاري له پولو بهر پلان او ترتیب شوی وي. له همدې امله طالبان د تیارو اجنټان دي؛ د شاملو په وینا، دوی د «رڼا د وژلو» لپاره راغلي دي. دوی دنده لري چې په هېواد کې نوره هم تیاره خپره کړي او د هیلو وروستی دهلیز وتړي. اوس چې د طالبانو له واکمنۍ څخه څه د پاسه پنځلس میاشتې تیرې شوې دي، دغه ډله د هیلو او رڼا د وروستۍ دروازې په لټه کې ده چې د خپل فکر په څېر پرې تیاره شپه راولي.
په داسې یوه حالت کې باید نړیوال بنسټونه او نړیواله ټولنه له طالبانو سره خپله اړیکه معلومه کړي. له طالبانو سره تر هر نوم لاندې د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګول دا ډله لا پیاوړې کولای شي. د دې ډلې زیاته زړورتیا په ټولنه کې د ښځو په ګډون د افغانانو د لا زیاتی انزوا او په کورنیو کې د پراخې بېوزلۍ په مانا ده. د میلیونونو ډالرو کڅوړې، چې د ملګروملتونو له خوا هېواد ته لېږل کېږي، د طالبانو لاس ته لویږي او دا پیسې د رژیم د جبر ماشین پیاوړی کوي.
تر یو میلیارد زیاتو ډالرو څخه خلکو ته یوازی یو څو بوجۍ اوړه رسیدلي، چې هغه هم خراب شوي او چینجیو وهلي. د حساب په نه شتون کې، پاتې پیسې د طالبانو د وژنې او وحشت ماشین چلاند ساتلی. له همدې امله نړیوال سازمانونه او هېوادونه چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي باید له طالبانو سره پر معاملې له سره غور وکړي. ښکاره ده چې د امریکا متحده ایالات تل د بشری حقونو زیات دعوه کوونکې ده، وخت یې رارسیدلی چې له یوې داسې ډلې سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي چې له خلکو سره په خورا بد ډول چلند کوی او د بشری حقونو په سرغړونې مشهوره ده. خلک اوس په دې نه پوهېږي، چې یو هېواد چې د بشري حقونو د ساتنې ادعا کوي څنګه کولای شي د بشري حقونو له مسلکي سرغړونکو سره کاري اړیکې جوړې کړي.
له ایران څخه نیولې تر پاکستان او چین پورې د ګاونډیو هېوادونو خبرې خورا روښانه دي؛ دوی نه د بشري حقونو ادعا کوي او نه ارزښت ورکوي. ښکاره بېلګه یې د ایران د خلکو اوسنی وضعیت او د اسلامي جمهوریت پر ضد لاریونونه دي. د روسیې مسله هم روښانه ده. د چین او ایران په شان دغه هېواد هم د بشری حقوقو پر سرغړونې تورن دی، البته د امریکا په شان د بشری حقوقو ادعا هم نه کوی.