پر هېواد د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره د مخکیني حکومت د پوځي او ملکي ادارو د کارکوونکو، پر زنداني کولو، ربړولو او وژلو سربېره، ګڼ هغه دیني عالمان هم ووژل چې له دوی سره پر یوه لار روان نه وو او یا یې هم د نظرمخالف وو. د طالبانو له لوري د سلفي مذهبه دیني عالمانو د وژلو پېښې د ټول هېواد په کچه شوې دي، خو د هېواد په ختیځ په ځانګړې توګه ننګرهار کې چې ویل کیږي، ګڼ خلک او دیني عالمان یې سلفیان دي، د دیني عالمو د وژلو ډېر پېښې ثبت شوې دي.
په وروستۍ پېښه کې، د ننګرهار مرکز جلال اباد اړوند سیمه کې د درېیو دیني عالمانو جسدونه وموندل شول.
دا مړي د تېرې اونۍ د شنبې پر ورځ ، د لړم پر ۲۱مه ، د جلال اباد ښار اړوند سیمه کې وموندل شول او وروسته په ډاګه شوه، چې په مرموزه توګه دا وژل شوي دینې عالمان سلفیان وو.
ننګرهار کې یو سلفي دینې عالم د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ادعا وکړه، چې دا دیني عالمان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
د هغه په وینا، څو ورځې وړاندې د یوه سلفي دیني عالم زوی نعمان چې خپله هم عالم و، او دغه راز د «شیخ عبدالرشید» مدرسې دوه نور سلفي مذهبه عالمان وژل شوي وو او کورنیو ته يې جسدونه وسپارل شول.
دې سرچینې وویل: «د شیخ عبدالرشید مدرسه د سلفیانو اړوند ده او همدلته جلال اباد ښار کې ده، مولوي صاحب نعمان او دوه نور استادان يې پخوا وژل شوي وو خو اوس اوس يې جسدونه پېدا شول او کورنیو ته یې وسپارل شول، مونږ خو داسې فکر کوو، چې دا کار طالبان کوي، ځکه اوس خو بله ډله نشته.»
دغې سرچینې زیاته کړه چې طالبانو پر دغو سلفي عالمانو له داعش ډلې سره د اړیکو لرلو تور پورې کړی وو، چې تر نیولو وروسته یې نا څرګند ځای ته بېولي او تر سختې شکنجې وروسته یې په ډزو وژلي دي.
یو بل دینې عالم مولانا سبحان الله ( مستعادر نوم ) ۸صبح ته وايي، له کومې ورځې چې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه لګولې ده، نو په سلفي مذهبو او نورو پسې يې را اخیستې ده.
مولانا سبحان الله وايي، دا ځکه چې طالبان له اهل سنتو پرته، له نورو سره هیڅ ښې اړیکې نه لري او نه یې هم زغملای شي، بلکې سلفي مذهبي لټول یې هم پېل کړي دي.
دی وايي، څه موده وړاندې هم د دوی یو شمېر دینې عالمان طالبان تر ځورولو او شکنجه کولو وروسته وژلي دي.
مولوي سبحان الله وايي: «اوس مونږ نه پوهېږو چې قصور څه دی، آیا دوی ته سلفي توب دین او مذهب نه ښکاري، آیا دا کومه ګناه ده چې باید سلفي دیني عالمان يې سزا وګوري، مذهب دین ته د رسېدو یوه لاره ده، څوک به اهل سنت وي، څوک به سلفي وي، خو دوی بیخي يې بل ډول فکر کوي، زمونږ څو نور دیني عالمان ملګري هم څه وخت ورک وو او بیا يې جسدونه پېدا شول، دا لړۍ همداسې دوام لري، موږ هم اندېښمن یو چې دا څه کیسه روانه ده.»
هغه وايي، له کومې ورځې نه چې طالبان راغلی او پخوانی جمهوري نظام ړنګ شوی دی، نو تر اوسه پورې په ننګرهار کې تر لسو ډېر سلفي دیني عالمان لومړی شکنجه شوي او بیا وژل شوي دي.
،دقیق شمېریې معلوم نه دی، خو د مولوي سبحان الله د معلوماتو له مخې، ننګرهار کې ډېرې داسې مدرسې شته، لسګونه سلفي مذهبه دیني عالمان پکې تدریس کوي.
که څه هم طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې دا ویلي، چې ننګرهار کې د سلفي مذهبو دیني عالمانو د وژنو د پېښو مسؤل څوک دي، خو دا دیني عالمان ادعا کوي چې ملګري يې په قصدي توګه د طالبانو له لوري وژل کېږي.
یو شمېر سرچینو ۸صبح ته دا هم وویل، چې له کومې ورځې چې طالبان راغلي دي نو په مسجدونو او مدرسو کې يې اعلانونه کړي دي، چې لمونځ به د اهل سنتو په طریقه ادا کیږي او که له دې امر نه چا سرغړونه وکړه، نو مسوولیت پر خپله غاړه دی.
تر دې وړادې دیني عالمانو په ځلونو ویلي وو، چې افغانستان کې د ګڼ شمېر اختلافاتو ترڅنګ مذهبي مخالفتونه د دې لامل شوي دي، چې جګړه دوامداره او د نظامونو ړنګېدل یوه عادي مساله شي.
پخوانی مجاهد او دیني عالم، ۸صبح ته د خپل نوم د نه اخیستو په شرط وايي، د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال به دیني عالمانو ته ویل کېدل، چې نجیب او عسکر يې کمونیستان دي او وژل يې روا دي، چې په خبره يې همدا چاره د ولسمشر غني د واکمنۍ پرمهال هم تکرار شوه.
دا سرچینه نیوکه کوي، چې اوس خو خپله طالبان په واک دي نو د سلفي او په یو او بل په نوم دیني عالمان څوک وژني او د دې کار موخه څه ده؟
دغه سرچینه وايي: «پخوا خو د کمونیست او د امریکا د اشغال په نوم عسکر، ملا او خبریال وژل کېدل، اوس خو طالبان دي نو بیا د دیني عالمانو وژل څه ډول توجیه کېدای شي، دا کار مذهبي افراطیت دی که هر څوک يې کوي باید مخه يې ونیول شي، که نه نو ډېر ژر به دا کیسه بیخي بدله شي.»
سلفي مذهبه دیني عالمان اندېښمن دي چې که دا لړۍ دوام پېدا کړي نو لېرې نه ده، چې د مذهب په نوم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بیلابیلې جګړې پېل شي چې دا به بیا یوه نه کابو کېدونکې غمیزه وي.