۸صبح، کابل: د معلولانو د نړیوالې ورځې له لمانځلو دوې ورځې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې ویلي، چې افغان معلولان په پام کې نه نیول کېږي.
هغې زیاته کړې: «ما په انلاین ډول کابل کې له یوې ډلې معلولو ښځو سره خبرې وکړې چې له سترو ننګونو سره مخ دي. دا مې خواشینې کوي چې هغوی تل هغه سیستم له لوري له پامه غورځول کېږي چې باید هغوی ته په تخصصي مرستو کې لومړیتوب ورکړي.»
هغې معلولان د «ښکلو او پیاوړو انسانانو» په توګه یاد کړي او ویلي یې دي، چې معلولو کسانو ته فرصت ورکول د ټولنې له اقتصاد سره مرسته کوي.
د ډسمبر درېیمه د معلولانو له نړېوالې ورځې سره سمون خوري. د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د دغې ورځې په مناسبت وویل، چې په نړۍ کې لږترلږه ۱.۳ میلیارد تنه له معلولیت څخه کړېږي.