کرن ډیکر د افغان ښځو په اړه د «نامناسبو» ټویټونو له امله بښنه وغوښته

۸صبح، کابل: وروسته له هغې، چې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د طالبانو پروړاندې د مبارزې لپاره افغان مېرمنو ته د امریکا د تور پوستو غورځنګ نسخه وړاندې کړه، د نوموړې دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او دغه امریکایۍ دیپلوماته بښنې غوښتو ته اړ شوه.

ډیکر پنجشنبه د سلواغې پر ۲۷ یوه ټویټ کې ویلي، چې له ټویټونو یې ناسم اخیستون شوی او که چا ته سپکاوی شوی وي، نو بښنه غواړي.

هغې دوې ورځې مخکې په یوه ټویټ کې د امریکا د تور پوستو خوځښت ته اشاره وکړه او ویې‌لیکل، چې ایا افغانان کولای شي له دغه غورځنګ په ځانګړې توګه له (blackGirlMagic) رسنیز فرهنګ څخه الهام اخیستو ته پام وکړي.

هغې همداراز لیکلي: «ایا افغانان د تورې_نجلۍ_جادو سره اشنا دي؟ ایا افغان نجونې هم ورته غورځنګ ته اړتیا لري؟ د افغانستان ښځې څنګه؟ ما ته درس راکړې چې زده‌کولو ته چمتو یم.»

اوس هغې ویلي: «کله کله زموږ ښه نیت هم ناسم ځي؛ ځکه په پوره توګه مو غوږ نه دی نیولی او د نورو د ژوند تجربې مو نه دي درک کړې… زه له ټولو هغو کسانو چې ښایي هغوی ته مې سپکاوی یا زیان رسولای وي بښنه غواړم.»

په دې لړ کې د کرن ډیکر ټویټونه د کاروونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي، چې د افغانستان د ښځو اوسنی وضعیت د امریکا د وتلو حاصل ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې له هوکړه‌لیک وروسته له افغانستانه د امریکا او د هغې د ملاتړو په وتلو سره، طالبانو له شلو کلونو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ بیاځلې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ؛ هغه ډله چې پر ښځو یې زده‌کړې او کار منع کړي دي.

د ویلو ده، چې د «تورې_نجلۍ_جادو» هشټګ په ۲۰۱۶ کال کې دود شو او په ټولنیزو رسنیو کې د امریکا د تور پوستو ښځو د لاسته راوړنو د لمانځو لپاره کار ترې اخیستل کېده.

ورته لیکنې

Back to top button