۸صبح، دوشنبه: تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې پر دویمه ورځ د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې ویلي، چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو د دې هېواد د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ د نظر یووالی مهم دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر تاجکستان کې چهارشنبه د لیندۍ پر نهمه نېټه د هرات د امنیتي ناستې پر دویمه ورځ ویلي، دا چې ایران، پاکستان، امریکا، روسیه او افغانان د ښځو حقونو او افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر سر هوکړه لري یوه ډېره مهمه موضوع ده.
خو هغې ټینګار کړی دی، چې د اساسي قانون، ټاکنو او افغانستان کې د یوه سیاسي بهیر په اړه خبرې کول وخت غواړي.
ډیکر سره دې چې وایي، هېواد یې تېر یوه کال کې له افغانستان سره کابو یو میلیارد ډالر مرسته کړې ده زیاتوی: «موږ له طالبانو سره مرسته نه کوو. زموږ پیسې د ملګروملتونو سازمان د بنسټونو له لارې د بشري مرستو او د اقتصادي ثبات د رامنځته کولو لپاره لګول کېږي.»
مخکې سیګار راپور ورکړی و، چې روښانه نه ده تېر یوه کال کې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته څه ډول لګول شوې دي. دغه بنسټ ویلي، چې د بایډن دولت وزارتونه په دې اړه د نورو معلوماتو ورکولو ته نه دي حاضر شوي.
اخوا د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې موسسې متخصص ماکسیم پشکوف ویلي، چې سیمه باید له افغانستان سره تعامل وکړي او په دې کې طالبان هم شاملېږي.
په دې لړ کې هغه د مسکو په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو نه بلل کېدو ته په اشارې ویلي، چې روسیه له طالبانو سره د تعامل هېڅ روښانه تعریف نه لري.
د ویلو ده، چې د هرات امنیتي ناسته افغانستان کې د لنډمهاله مشارکتي حکومت پر جوړېدو له ټینګار سره نن پایته رسېږي.