کونړ: نیږدې ٣٠٠ ښوونځي سرپناه نه لري

٨صبح، کونړ: د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د ښوونځیو زده کوونکي شکایت کوي، چې تر نیمایي زیات ښوونځي یې سرپناه نه لري او په نامناسبو موسمي شرایطو کې تر شنه اسمان لاندې زده کړو ته ناست وي.

دوی وایي، د زده کړو پرمهال له سختو ستونزو سره مخ وي او په ارامه فضا کې زده کړې نه شي کولای.

د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ د مناګي سیمې په لومړني ښوونځي کې د شپږم ټولګي زده کوونکی محمد ګل وایي، د ښوونځي د سرپناه نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ده په وینا، د ورښتونو او توپانونو پرمهال خو یې په ورځو- ورځو ښوونځی رخصت وي.

دی دغه راز په ښوونځي کې د پاکو اوبو نشتوالی او د کتابونو او نورو درسي توکیو کمښت هم د خپلو زده کړو جدي ستونزه بولي او   طالب چارواکي یې پر وړاندې په بې غورۍ تورنوي.

محمد ګل له ٨ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: (( زموږ مکتب نه تعمیر لري، نه پوره خېمې، د تعلیم سمه زمینه راته نه ده برابره، هرکله چې باد، باران او توفان وي، مونږ په ورځو- ورځو رخصت کوو، پاکې اوبه نه لرو، کتابونه مو کم دي، قلم، کتابچه او نور شیان خو بېخي نه راکوي.))

دغه زده کوونکی وایي، همدغو ستونزو ته په کتو ګڼ زده کوونکي له مناګي ښوونځي د نورو لیرې پرتو سیمو اړوندو لېسو ته تبدیلي کوي، چې هره ورځ پلی تګ یې د پښو کلسیم کم کړي.

نوموړی پر طالب چارواکو او مرستندویه ادارو غږ کوي، چې د ښوونځي د سرپناه او پاکو اوبو ترڅنګ دې ورسره د نورو ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

محمد زیاته کړه: ((له طالبانو او موسسو غواړو، چې زمونږ مکتب ته تعمیر جوړ کړي او د اوبو مشکل حل کړی. د همدغو مشکلاتو له وجې ډېر شاګردان نورو لېسو ته چې ډېرې لرې دي ځانونه سه پارچه کوي، چې روزانه پیاده مزل شاګردانو ته د پښو تکلیف پیدا کړی.))

د کونړ پر پوهنې ریاست د طالبانو واکمنان مني، چې په دغه ولایت کې تر نیمایي ډېر ښوونځي سرپناه او د زده کړو لپاره مناسبې اسانتیاوې نه لري.

د کونړ د پوهنې لپاره د طالبانو رئیس محب الله حیدري وایي په ولایت کې ټول “۴۹۴” دولتي ښوونځي دي، چې له دې څخه “۲۹۱” یې سرپناه نه لري او زده کوونکي د باد، باران او توفانونو پرمهال له زده کړو بې برخې وي.

د هغه په وینا، دا ستونزه یې له پوهنې وزارت سره شریکه کړې او د حل ډاډ یې تر لاسه کړی، خو عملاً لا په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

حیدري وویل: ((د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې ټول ۴۹۴ دولتي مکتبونه دي، چې ۲۹۱ یې هیڅ ودانۍ نه لري. مونږ د یادې ستونزې د لنډمهالي حل لپاره ۲۰ ښوونځیو ته کرایه ودانۍ نیولي او ځینو ښوونځیو ته ولسي خلکو خپل کورونه په موقتي ډول ورکړي. ځینې ښوونځي په مسجدونو کې فعال دي، ځینې خیمو کې او ځینې هیڅ هم نه لري.))

د کونړ ځایي اوسېدونکي بیا د خپلو بچیانو د زده کړو پر وړاندې د سرپناه او مناسب چاپېریال نشتوالی اندېښمن کړي او وایي، که په دې برخه کې د ستونزو حل ته سمه پاملرنه ونه شي د نوي نسل راتلونکې به تیاره وي.

د کونړ خلک وایي، که څه هم په تېرو شلو کلونو کې په دغه ولایت کې د پوهنې برخې ته تر یو بریده کار شوی و، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغې ډلې دې ولایت کې د پوهنې برخه په بشپړ ډول له پامه غورځولې ده.

له دې سره، د تعلیمي چارو یو شمېر څارونکي اندیښمن دي، چې طالبانو ښوونځي په لوی لاس منزوي کړي او پر هغو مدرسو زیات تمرکز کوي، چې د دوی پر فکر زده کوونکي روزي او افراطي افکار خپروي.

ورته لیکنې

Back to top button