کونړ: د نړیوال بانک په مالي مرسته پنځو ولسوالیو کې ۱۲ د اوبو کانالونه جوړېږي

زمان سهېل

د کونړ په پنځو ولسوالیو نورګل، خاص کونړ، څوکۍ، نرنګ او سرکاڼو کې ۱۲ د اوبو کانالونه رغول کېږي.

د کونړ کرنې یاست چارواکي وایي، دا کانالونه د نړیوال بانک د ۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت د خوړو خودنیتوب پروګرام په مرسته جوړېږي.

چارواکي وایي، دې کې به لس سلنه ونډه د ولس هم وي.

د دې کانالونو رغولو په موخه د کرنې ریاست او ولسي تړون کلیوالي شوراګانو سره تړونونه لاسلیک شوي.

د څوکۍ ولسوالۍ ولسي شورا مشر قاري محمد ابراهیم صدیقي ۸صبح ته وويل، چې دې ولسوالۍ کې درې کانالونه د سردار خان، روږي او بابړو په نوم رغول کېږي.

صدیقي وایي، یو کانال  ۲۴ سوه متره، بل د ۱۷ او درېیم  ۹۰۰ مترو په اوږدوالي دي، چې شاو خوا ۹۰۰ کورنیو ته به د کار زمینه برابره کړي.

هغه وایي: “شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي، خلک او بزګر ورته خورا خوشحاله دي او هيله ده ژر یې کارونه پيل شي، فساد خو به ځکه په کې بیخي ونه شي چې خلک یې خپله عملي کوي او د نظارت کمېټه هم شته.”

د نورګل ولسوالۍ د شورا مشر محمدعالم ۸صبح ته وویل، چې دې ولسوالۍ کې هم درې کانالونه منظور شوي او ژر به یې چارې شروع شي.

هغه وایي، بودیجه د هرې شورا ځانګړي بانکې حساب ته راځي او شورا ګانې به د کار اندازې ته په کتو د ګمارل شوي بورډ په شتون کې پېسې را اوباسي.

محمدعالم ۸صبح ته وویل: “هر کانال کې به له ۱۰۰ نه تر ۱۵۰ پورې کسان په کار شي، زمونږ د کوز چم، دنیا قلعه او هزار میرو په نوم کانالونه دي چې شاو خوا ۲۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.”

د کونړ کرنې رئیس ضیاءالرحمن مومند له ۸صبح سره په مرکه کې وويل، چې دا کانالونه د ولسي شوراګانو له لوري په پنځو ولسوالیو کې جوړېږي.

مومند وایي، هرې شورا ته به ټاکل شوې بودیجه ځانګړي بانکي حساب ته حواله کېږي او په مستقیمه توګه به یې مصرفوي.

هغه زياته کړه: “هره شورا بیا د نظارت کمېټه لري، چې له کارونو نه نظارت کوي، له بانک نه پېسې هم یو کس په انفرادي توګه نه شي اخستلی، بورډ به وي او پېسې به را اخلي. د کار په اندازه به وي. اوس یې په کره توګه نه شم ویلی خو سوونه هکټاره ځمکه به خړوبوي.”

د کونړ کرنې ریاست د معلوماتو له مخې لا تر اوسه بودیجه نه ده لېږدول شوې، یوازې له شوراګانو سره تړونونه وشول او ژر به عملي چارې هم پېل شي.

کونړ یو غرنی ولایت دی، چې ډېرې ځمکې یې له کونړ سیند په پورته ساحه کې واقع دي، چې ځمکې للمي پاتې دي.

کروندګر هم دا ډول پروژو ته خوښ دي، ځکه چې ګڼ شمېر ستونزې به یې له دې لارې حل شي.

ورته لیکنې

Back to top button