کندهار کې د څښاک د اوبو کمښت؛ ترلاسه کولو ته یې ساعتونه انتظار کیږي

۸صبح، کندهار:د کندهار ولایت په ډېری سیمو کې ژورې او نیمه ژورې څاه‌ګانې مخ په وچېدو دي او خلک د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه- ساعتونه انتظار او له لرې سیمواوبو راوړلو ته اړ شوي دي.

د کندهار ښار يو اوسيدونکي اغامحمد وايي د تيرو څو کلونو وچکاليو په دې ولايت کې د اوبو زيرمې وچې کړي دي.

د هغه په وینا، د اوبو سطحه ورځ تربلې نوره هم په ځمکه کې ښکته روانه ده، چې د دغه وضعیت دوام به په راتلونکي کې پاکو اوبو ته د دوی لاسرسی لا ستونزمن کړي.

آغا محمد ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:«اوبه نشته، څوک يې له روده راوړي، څوک راځي ښار ته اوبه راوړي، پاکو اوبو ته خو بيخي خلک لاس رسی نه لري. موږ له چارواکو غواړو چې پر دغه دښتو او نورو سيمو وګرځيږي او خلکو ته د څښاک اوبه وربرابرې کړي. خلک د هیڅ شي وسه نه لري، زه دغه زرنجان وینمه، چې له هغه لوري څخه راځي او له دغو ځایونو اوبه وړي. دا هر څوک نه شي وړلای، د چا چې وس پرې برابر وي، وړلای یې شي، نور خواران کرۍ ورځ نوبت ته انتظار وباسي.»

د کندهار ښار څو نورو اوسیدونکو ۸ صبح ته وویل، چې دوی له مجبورۍ په ښار کې د معدني اوبو پېرلو او استعمال ته مخه کړې ده.

د غلام فاروق په نوم یوه تن وویل، چې دا اوبه هر څوک نه شي پېرلای، ځکه اقتصادي او بشري ناورین په هېواد کې واکمن دی.

فاروق وایي:«اوبه بيخي ډيرې کمي دي، پخوا چې يو چا ۲۰ جريبه ځمکه کرله، سږکال يې ۵ جريبه هم نه ده کرلې.  خلک د څښاک اوبه نه لري ، ځينې مجبور دي د ويالې اوبه څښي. خلک زياتره ناروغان دي، زه خپله پخوا مې په کور کې اوبه وې، اوس کله یو او کله بل ځای پسې ګرځم، ټول په ډېرو مشکلاتو کې ګېر یوو.»

د ولي جان په نوم د کندهار ښار یو بل اوسیدونکی بیا وایي، چې د ده په ګډون یو شمېر خلکو د اوبو د وچو شویو څاه ګانو لا کیندلو ته مخه کړې ده، ځکه په وینا یې د بوختیاوو او نورو ستونزو له امله له لرې ځایه د اوبو راوړلو وس نه لري.

ولي جان وایي:«زموږ د برمې اوبه وچې شوې دي، موږ اړيو چې يا دغه برمه کښته کړو يا بله برمه وکاږو. موږ نه شو کولای، چې له بل ځای څخه اوبه راوړو،ځکه په کور کې داسې څوک نشته چې اوبه راوړي. زه خپله په کار اخته یمه، سهار ځمه، ماښام راځمه، ټول نه شو کولای چې له بل ځای څخه اوبه راوړو.»

د کندهار د یو شمېر ولسوالیو او له هغې ډلې د نيش اوسیدونکو هم له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د اوبو د نشتوالي او ډېر کمښت له ستونزې شکایت وکړ.

دوی له طالبانو وغوښتل، چې د ستونزې د حل لپاره یې د څاه ګانو د کیندلو اجازه ورکړي.

د سید آغا په نوم یوه ځایي اوسیدونکي وویل:«زموږ په سيمو کې داسې ځايونه شته چې ښه اوبه به يې درلودې، خو اوس په هغه سيمو کې، په  ۸۰ متره کې هم اوبه نشته، چې هره څومره برمې ووهې اوبه نشته. پخوا پر ۲۰ متره اوبه پیداکيدلې، خو اوس بیخي نه پیداکيږي.»

په کندهار کې د اوبو رسونې چارواکي مني چې دغه ولایت د اوبو له قحطۍ سره مخ دی، خو وایي د اوبو د زېرمه کولو ځینې ځایونه یې جوړ کړي دي.

د کندهار داوبو رسونې رياست تخنيکي آمر انجينر نياز محمد مسلم وايي چې کندهار ولایت دا مهال د اوبو رسونې ۶۰۰ کيلو متره شبکه لري.

د هغه په وینا، له اوبو سره د خلکو بې احتیاطي او غیر مسلکي چلند سبب شوی، چې د اوبو سطحه ښکته او ستونزې زیاتې شي.

نوموړی وايي:«زموږ داوبو رسولو شبکي په ښار کې زياتې دي، ۶۰۰ کيلومتره نيټورک ورته لرو. وچکالي په ټول هېواد کې زیاته شوې ده، خو خلک هم د سولر په مرسته غیر مسلکي استفاده له اوبو څخه کوي، چې د اوبو سطحه ورسره ټیټیږي.»

په وروستیو کې له ډېرو ولایتونو څخه د وچکالۍ د شدت او د اوبو د بېساري کمښت راپورونه ورکړل شوي. له ځينو سیمو خو خلکو له دې امله د کډوالۍ خبر هم ورکړی.

د طالبانو چارواکو د دغې ستونزې د حل ژمنې کړي،خوځينې خلک یې ژمنې بې عمله او غولونکې بولي.

ورته لیکنې

Back to top button