د سږ کال په ژمي کې د برېښنا رسونې بهیر د برېښنا شرکت له لوري خپلو پېردونکو ته په بې ساري ډول له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ و. هېواد ته د وارداتي برېښنا کمښت، په پلازمېنه او ولایتونو کې د یو زیات شمېر هېوادوالو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د برېښنا د پرلهپسې پرچاویو له امله ډېر شمېر وګړي د خبرونو له اورېدو، د تفریحي پروګرامونو له لېدلو، د موبایل له چارج کولو، اوبو ته د لاسرسي او دې ته ورته له ډېرو نورو برېښنایي وسایلو څخه بې برخې کړي. په تېرو څه باندې دوو مېاشتو کې د شپې مهال ډیری ښارونه او کلي د برېښنا د جریان د پرې کېدو له امله په تیاره کې ډوب وو. کورنیو د خپلو کورونو د روښانولو لپاره له ګڼ وسایلو او تکنیکونو له هغه ډلې لمریز وسایل (سولر)، مولد، د موټر له بطریو، پترولي جنراتورونو او نورو آلو څخه ګټه اخیستې ده. په دې لړ کې لوګر میشتي ډیرې کورنۍ د اقتصادي ستونزو او د نفتي موادو د بیې د لوړېدو له امله، له الیکینونو څخه ګټې اخیستنې ته اړ کړي دي؛ هغه وسیله چې په تېرو کلونو کې ډیر کم شمېر کورنیو کاروله.
په لوګر کې یو شمېر بېوزله کورنۍ وایي چې له یوې خوا اقتصادي ستونزو او د سونتوکو (ګاز او تېلو) د بیو لوړوالی له بل پلوه د هغوی میاشتنی لږ عاید، هغوی ته له ګاز، جنراتور او لمریز (سولر) څخه ګټه اخیستنه ستونزمنه کړې ده. له بل پلوه د لوګر یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په شپه او ورځ کې په نامنظم ډول یوازې ۶۰ دقیقې برېښنا لري چې د پرې کېدو او نښلول کېدو دقیق وخت یې هم مالوم نه دی.
محمود د لوګر ولایت د ملکي ادارو د یوه کارکوونکي مستعار نوم دی. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي له یوې خوا وزګارتیا، اقتصادي بېوزلي او د سون او خوراکي توکو د بیو لوړوالی او له بل پلوه د سږني ژمي بې ساري یخني او هممهاله د برېښنا د انرژۍ بې ساری کمښت، د دې لامل شوی چې بېوزله کورنۍ له کړاوونو ډکې ورځې تجربه کړي.
محمود د ۱۰ تنو د کورنۍ سرپرست دی چې هره میاشت یوازې اته زره افغانۍ تنخواه ترلاسه کوي.
نوموړی د بطرۍ او د سولر د تختو د پېرلو وس نه لري او د خپل کور د روښانتیا لپاره شپه مهال له الیکین څخه ګټه اخلي. محمود وايي: «زه مامور اته زره افغانۍ معاش اخلم او د تیلو او ګازو پېرېدل راته ستونزمن شوي، نو ځکه اړ یم چې د کور د روښانتیا لپاره له الیکین څخه ګټه واخلم؛ ځکه په دې تنخواه ان د یوې کورنۍ لپاره خواړه هم نه شي برابرېدلای.»
ګل مینه د چرخ ولسوالۍ د اوسېدونکې (مستعار نوم) دی چې له څه مودې راهیسې د لوګر ولایت په مرکز کې ژوند کوي. نوموړې دولتي برېښنا «لوی نعمت» بولي او وایي چې د برېښنا په نشتون کې له الیکین څخه د ګټې اخیستنې او د ماښام له خوا د هغه د ښیښې د پاکولو په وخت کې د تېرو درېیو لسیزو په فکر کې لویږي. ګل مینه چې په ظاهره د الیکین له ګټې اخیستنې څخه خوښه نه بريښي، وایي: «روښنایي نه لري، خو څه وکړو برېښنا نشته، تیاره ده، لوګی هم کوي چې د خوب بستره، توشکې او ان د کور دیوالونه توروي.»
دا په داسې حال کې ده چې په الیکینونو کې د خاورې له تېلو او ډیزلو څخه ګټه اخیستل کیږي. اوس مهال په بازارونو کې د یوه لیتر تیلو بیه ۷۰ تر ۷۵ افغانیو پورې رسیږي. هغه کورنۍ چې د کورونو لپاره له الیکینونو څخه ګټه اخلي، وایي چې یو لیتر تیل کولای شي له ۱۵ تر ۲۰ شپو پورې د هغوی کورونه روښانه وساتي.
الیکین نشي کولای چې د برېښنایي وسایلو په څېر روښنايي تولید کړي. له همدې امله هغه کورنۍ چې د برېښنا د نشتون له کبله له الیکینونو څخه ګټې اخیستنې ته یې مخه کړې، د برېښنا شرکت له چارواکو غواړي چې په هېواد کې د برېښنا نشتون د ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي او د ښاروندانو د اړتیا وړ انرژي تامین کړي.
محمد رسول د لوګر ولایت یو بل اوسېدونکی دی چې د خپل کور د روښانتیا لپاره له الیکین څخه ګټه اخلي. د لوګر دغه اوسېدونکی وايي په هېواد کې د طالبانو د رژیم له راتګ سره، هېوادوال د اقتصادي او سیاسي کړاوونو سربېره له لسګونو نورو ستونزو له هغې ډلې په سږني ساړه ژمي کې د برېښنا له نشتون سره مخ شوي دي. نوموړی په تېرو لسو کلونو کې لوګر ولایت کې د برېښنا پرچاوي بې ساري بولي، زیاتوي چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې ونشوای کړای چې له اوزبیکستان څخه د وارداتي برېښنا معضله حل کړي.
کابل او د هېواد ۱۱ نور ولایتونه چې د اوزبیکستان له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي، په تېرو دوو میاشتو کې د برېښنا له شدید کمښت سره مخ دي. د برېښنا رسونې شرکت (برېښنا) بیا افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا د پرچاوي او پرې کېدو لامل، په هغه هېواد کې تخنیکي ستونزه بولي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي بیا کابو ۱۰ ورځې مخکې په یوه غونډه کې، ازبکستان افغانستان ته د برېښنا د انرژۍ د صادراتو په برخه کې پر هوډ ماتولو تورن کړ او د دغه هېواد له دولت څخه یې وغوښتل چې د دوه اخیزه تړون له مخې عمل وکړي. هغه وړاندې ویلي وو چې ازبکستان پر افغانستان پرته له کومې ستونزې برېښنا پرې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت سره د برېښنا د وارداتو تړون لاسلیک شوی او مخکیني پورونه هم ورکړل شوي دي، خو تر اوسه لا افغانستان ته د شوي تړون له مخې د اوزبیکستان برېښنا نه ده نښلول شوې. ټاکل شوې وه چې ازبکستان ۴۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکړي، خو طالبانو د ادارې تر لاس لاندې د برشنا شرکت د څرګندونو له مخې، یاد هېواد د یو څه مودې لپاره د برېښنا له پرې کولو څخه وروسته، اوسمهال یوازې ۲۵۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته صادروي.
سرشمېرنې ښيي چې له ۷۷ تر ۸۸ سلنه د افغانستان د اړتیا وړ برېښنا اوسمهال له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه ترلاسه کیږي. افغانستان په کلني ډول شاوخوا ۲۸۰ تر ۳۰۰ میلیون ډالرو پورې ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا د وارداتو لپاره ورکوي.