د درملو نشتوالی او د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ د غور ولایت روغتیا سکټور «فلج» دی

د ژمي په رارسیدو او د لومړنۍ واورې په وریدو سره له کابل او هرات ولایتونو سره د غور ولایت لارې تړل کیږي. د عمومي لارو تر څنګ، ولسواليو ته د دغه ولايت د مرکز غځيدلې لارې هم د واورې ورېدو له امله بندېږي. د غور اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د درملو او ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي. هغوی وايي چې د دغه ولایت د روغتیا برخه فلج ده. د غوراوسېدونکي خبرداری ورکوي، چې د دغه ولایت روغتیايي برخې ته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د نه پاملرنې د دوام په صورت کې به په روان ژمي کې ناروغان د درملو او ډاکټرانو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د تولک ولسوالۍ د کفترخان کلي اوسېدونکی عبيدالله د دې ولسوالۍ په کلينيک کې د درملو او روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې په تېرو کلونو کې به چې کله ناروغان کلينيک ته ولاړل د ډاکټر تر تشخيص و ورسته به کلينيک ناروغ ته ډول ډول درمل ورکول، خو سږ کال يې د درملو ورکول بند کړي دي.
د تولک ولسوالۍ دغه اوسیدونکی زیاتوي: «کلونه وړاندې به چې کلینک ته ولاړو، د کلینک له خوا به څو ډوله ګولۍ راکول کېدې او ښه درمل به هم وو. ډیری وخت به مو هماغه درمل کارول او اړتيا نه وه، چې درملتون ته ولاړ شو او درمل واخلو؛ خو سږکال، له معاینې وروسته، ډاکټران نسخه لیکي چې مستقیم درملتون ته ولاړ شئ. کله چې موږ ترې پوښتنه وکړو چې ولې له کلینیکه موږ ته درمل نه راکول کيږي، وايي چې تر اوسه درمل نه دي رارسیدلي او اوس یو قلم درمل هم نه لرو»
د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکی قیس الدین هم د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې د درملو د نشتوالي خبره کوي. قوس الدين وايي، که څه هم د واورې له ورېدو وروسته د غور له مرکز سره د دې ولسوالۍ لارې تړل کېږي، خو لا هم د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکزونو ته روغتيايي امکانات نه دي رسېدلي. هغه څرګنده کړه، چې سږ کال هوا د تېرو کلونو په پرتله سړه ده او موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي. قوس الدین زیاتوي: «سږکال ناروغانو ته هېڅ درمل نه ورکوي، ان پراسیټامول هم نه ورکوي. وايي موږ د درملو د رارسېدو انتظار کوو، خو تر اوسه نه دي رارسيدلي.»
د غور د اوسېدونکو ستونزه یوازې د درملو کمښت نه دی، بلکې په نسايي او ولادي څانګو کې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی یوه بله ننګونه ده. د غور د اوسېدونکو د شکایت له مخې، د فېروزکوه ښار په ولایتي روغتون کې یوازې دوه ښځینه ډاکټرانې کار کوي. د دغه ولايت په ډیری ولسواليو او کلينيکونو کې ښځينه ډاکټرانې نشته. د غور اوسېدونکي د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو نشتوالى يوه جدي ننګونه ګڼي او وايي، چې د نسايي او ولادي ناروغيو ناروغانو ته رسیده ګي نه کیږي او ښځو ته هغه ډول روغتيايي خدمات نه وړاندې کېږي، چې اړتیا یې ده.
د غور د ولايتي روغتون مسوولان د ښځينه ډاکټرانو کموالی مني او وايي، چې په د غه روغتون کې هېڅ متخصصه ښځينه ډاکټره نشته، بلکې دوه ډاکټرانې د نسايي او ولادي ناروغيو په څانګه کې کار کوي او د ورتلونکو ناروغانو د شمېر زیاتوالي ته په پام سره په ټولو ناروغانو پسې نه شي رسېدلای.
بنفشه چې له چهارسدې ولسوالۍ نه له خپلې لور سره د غور ولايتي روغتون ته راغلې ده، وايي چې لور يې له دوو ورځو راهيسې د زيږون له درده کړېدله او باید عملیات شوي وای څو دا او ماشوم یې ژوندي پاتې وای. په داسې حالتونو کې ډاکټران باید د (سزارین) په عملیاتو سره ماشوم د مور له ګېډې راوباسي. خو په چهارسدې ولسوالۍ کې د یوه مجهز طبي مرکز او متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي له امله د دغې مېرمنې ماشوم مړ شوی دی. بنفشي زیاته کړه: « دوه شپې مې لور له درده کړېدله، او بالاخره اړ شوو چې روغتون ته یې راولو. کله چې موږ راورسیدو، ډاکټرانو وویل، چې ماشوم مړ شوی او باید عملیات شي. موږ هم ومنله. هغه د نارینه ډاکټرانو او یوې ښځینه ډاکټرې له لوري عملیات شوه»
د غور د عامې روغتیا ریاست یوه سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د بشري مرستو د ادارې یا «CHA» د یوه تړون له مخې غور ته د طبي توکو د رسولو مسوولیت لري. د دې سرچینې په وينا، دې ادارې مسووليت درلود، چې پر ټاکلي وخت او د لارو له تړل کېدو مخکې روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو ته کافي درمل ورسوي، خو تر اوسه يې دا کار نه دى کړى. هغه وايي چې دا مهال د غور له ولسواليو نه د دغه ولايت مرکز ته غځېدلې لارې بندې دي او د درملو د لېږد امکان نشته. دغه سرچینه وايي، په غور ولایت کې د ولایتي روغتون په ګډون ۸۱ روغتیايي مرکزونه شته، چې ټول یې د درملو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
د درملو او ښځینه ډاکټرانو نشتوالي په غور کې د مدني فعالانو توندې نیوکې راپارولي دي. هغوی خبرداری ورکوي، چې که په ژمي کې د دغه ولایت په کلینیکونو کې د درملو د کمښت ستونزه هواره نه شي، نو د انساني تلفاتو شاهدان به وي.
ګلچهره یوه له همدغو مدني فعالانو ده، هغه وايي، د ښځینه ډاکټرانو کمښت د دې لامل شوی، چې ښځې روغتیايي خدمتونو ته پوره لاسرسی ونه لري. د دې په وينا، اوسمهال ډېرى ښځينه مراجعين د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله نارينه ډاکټرانو ته ځي او دا کار د ښځو لپاره يوه جدي ستونزه ده. هغه زیاتوي: « ښځینه ډاکټره نشته او هغه دوې چې شته هم رسده ګي نه شي کولای، کله چې د نسايي او ولادي ناروغانې نارینه ډاکټر ته ځي، طبیعي ده چې خپل درد او د زړه خبرې نه شي کولای.»
ګلچهرا تاییدوي چې د نسایي او ولادي ناروغانې چې په طبیعي توګه زیږون نشي کولای د نارینه ډاکټرانو له خوا عملیاتيږي. د غورولایت دغه اوسېدونکې زیاتوي: «ټول روغتیايي کلینکونه له درملو بې برخې دي او که چارواکي اقدام ونه کړي، په غور کې به د انساني تلفاتو د څپې شاهدان واوسو.»
د غور اوسېدونکي په داسې حال کې د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت او د درملو له نشتوالي شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې طالب چارواکو خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته دې ښځینه ناروغانې نارینه ډاکټرانو ته نه ورځي.