طالبي نظام او د بېکارۍ کمساری لوړ ګراف؛ لغمان مېشتي د حرفوي غلو له زیاتوالي شکایت کوي

په دې وروستیو کې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر لغمان کې د بېکارۍ او د حرفوي غلو له زیاتوالي د ولسي خلکو او ښاریانو شکایتونه ډېر شوي.
د لغمان اوسېدونکي وایي، په دې ولایت کې د بېکارۍ او فقر کچه تر بل هر وخت په کمساري ډول لوړه شوې، چې له امله یې خلکو او ماشومانو حرفوي غلا ته مخه کړې.

خلک دې کار اندېښمن کړي او وایي، د حرفوي غلو زیاتوالي یې پر کار روزګار او ژوند منفي اغېزې کړې، چې له امله یې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د لغمان د مهترلام ښار یو هټۍ وال عباس د حرفوي غلو د زیاتوالي لامل د بېکارۍ چټک مزل، روان اقتصادي بحران او د طالبانو له لوري د خلکو د اقتصادي ستونزو نه پاملرنه یادوي.

نوموړی وایي، حرفوي غلو تر پوزې رسولي او په خبره یې هېڅ داسې ورځ نه شته، چې د دوی له هټیو توکي نه پټېږي.

عباس زیاتوي: ((مهترلام ښار کې غله دومره ډېر شوي، چې حساب یې نه شته، دا ټول حرفوي غله دي، په دې غلو کې اکثره ماشومان دي او تر شا یې بیا نور غټ کسان وي، دا ټول د بېکارۍ او د طالبانو د راتګ علت دی، که کار روزګار وای؛ نو خلکو به ولې غلاګانې کولې، مونږ نور حرفوي غلو په تنګ راوستي یو، هېڅ په ارام زړه دوکانداري نه شو کولی، د سترګو په رپ کې رانه شیان پټوي.))

هټۍوال پر طالبانو نیوکه کوي، چې د حرفوي غلو د مخنیوي لپاره هېڅ ډول مسوولانه ګام نه پورته کوي او په وینا یې د دغې ډلې د بې غورۍ له امله یې شمېر ورځ بلې ته په زیاتېدو دی.

دوی اندېښنه لري، که طالبان د حرفوي غلو د مخنیوي په موخه اقدامات ونه کړي؛ نېږدې راتلوونکې کې به د حرفوي غلو دغه لړۍ د لغمان نورو لرو پرتو سیمو ته هم وغځېږي.

دغه هټۍوال وایي، د حرفوي غلو د مخنیوي لار د بېکارۍ او غربت مخنیوی دی او باید طالبان نور په دې برخه کې د بې پروایۍ له خوبه راويښ شي.
عباس وړاندې وویل: ((د غلو زیاتوالي لپاره که طالبان لاس په کار نه شي او د خلکو مشکلات حل نه کړي؛ ډېر ژر به د مهترلام نه وروسته د لغمان ولسوالیو او لرې اطرافي ساحو ته هم حرفوي غله ورسېږي، د دغو خلکو مخنیوي لپاره اسانه لار داده، چې خلکو ته کار پیدا شي، ډوډۍ پیدا شي، غربت ختم شي؛ خو طالبان د بې غورۍ په خوب ویده او فکر کوي، چې هر څه سم دي.))

٨صبح ورځپاڼې هڅه وکړه، چې په لغمان کې د حرفوي غلو د فعالیت او شمېر زیاتوالي په تړاو په دې ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالب مسوولینو نظر هم ولري؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم هغوی په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې.

وروسته له هغه چې پخوانی جمهوري نظام ړنګ شو او طالبان واک ته ورسېدل؛ په افغانستان کې تر بل هر وخت اقتصادي ستونزې زیاتې شوې، چې شنوونکي یې لامل د طالبانو له لوري د واک انحصار یادوي.

لغمان کې د اقتصادي چارو شنوونکی احمد سعید “مستعار نوم”  ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، له دولتي ادارو د ځوانانو ګوښه کول، په کور د ننه له خلکو او نړۍ سره د طالبانو نه تعامل د دې لامل شوی، چې په هېواد کې د بېکارۍ او فقر ګراف په چټکۍ لوړ شي.

احمد سعید د بېکارۍ مخنیوي، فقر له منځه وړلو او د خلکو اقتصادي پیاوړتیا په تړاو د طالبانو حکومت ته لارښوونې لري: (( طالبان باید په افغانستان کې د فقر او غربت د له منځه وړلو لپاره زېربنایي پروژې پیل کړي، ځوانان باید په دولتي ادارو کې په وظیفو مقرر کړي، داخل کې خلکو او نړۍ والو او ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې او اقتصادي راشه درشه زیاته کړي، که همداسې غلي پاتې شي د خلکو مشکلات به لا زیات شي او په پایله کې به لوی بشري ناورین را منځته شي.))
یوازې لغمان نه دی، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په کې د حرفوي غلو شمېر زیات شوی؛ بلکې د هېواد په ټولو ښارونو کې د بېکارۍ او فقر څپه پراخه شوې، چې له دې امله د حرفوي غلو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی.

په افغانستان کې د روان اقتصادي ناورین له امله هره ورځ زرګونه لوستي او نا لوستي ځوانان د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په موخه په مرګونې قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه خپل هېواد پرېږدي او ګڼ هغه چې بهرنیو هېوادونو ته د تک کومه مالي سرچینه نه لري، له مرګ بدتره لار، چې حرفوي غلا ده د خپلو ورځنیو اړتیاوو لپاره غوره کوي.

ورته لیکنې

Back to top button