لغمان: له ښوونځيو محرومې نجونې د رواني ستونزو د حل لپاره مدرسو ته ورځي

۸صبح، لغمان: په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو ته د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیزونو وروسته، په لغمان کې ګڼې نجونې وایي له دې امله له رامنځته شویو رواني ستونزو د ځان خلاصولو لپاره یې دیني مدرسو ته مخه کړې ده.
یو شمېر دغو نجونو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په دیني مدرسو کې ورته د ښوونځيو مخکینۍ زده کړې تکراروي، خو له دې سره بیا هم په دې هیله ورځي، چې د کورناستۍ له رواني فشارونو وژغورل شي.
د یادو نجونو د کورنۍ غړي هم وایي، چې د نجونو د فکر بدلیدو لپاره یې دوی دیني مدرسو ته استوي.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسېدونکې سمیرا وايي، په مدرسو کې د دې په ګډون لسګونه داسې نجونې راځي چې د طالبانو له لوري له زده کړو منع شوې دي.
هغه وايي، تمه نه لري چې په مدرسه کې به نوي څه زده کړي، خو که لاړه نه شي، د کور ناستي توب له امله ښایي رواني ستونزې ورته پيدا شي.
نوموړې وویل:« زه د خپل کلي مدرسې ته ځم، دلته یوازې زه نه یم، لسګونه نورې نجونې چې مکتب ته نه پریښول کیږي، هغوی هم راځي. اوس مدرسې هم مونږ ته کورنه ښه دي، که نوي څه پکې نه زده کوو، رواني ستونزو نه خو یو څه بې غمه کیږو.»
د مهترلام د «ارچهار» سیمې اوسېدونکې حلیمه چې درې لوڼې یې مدرسه کې زده کړې کوي، وايي د ښوونځيو د تړل کیدو له امله اړ شوې چې خپلې لوڼې مدرسې ته ولېږې.
هغې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د ښځوونځیو له تړل کېدو وروسته یې لوڼې له رواني ستونزو سره مخ شوې وې، ځکه یې د پام بدلولو لپاره، دیني مدرسو ته د هغوی د استولو پریکړه وکړه.
حلیمه زیاتوي، تمه یې وه چې لوڼې به یې د طب په برخه کې لوړې زده کړې وکړي، خو طالبانو یې پر ډېرو ارمانونو خاورې واړولې.
نوموړې وایي:« زما درې لورګاڼې دي، یوه په دولسم، بله په یولسم او یوه بله په اتم کې وه، درې واړه ماشاالله ښې لایقې وې، ما ویل ډاکټرانې به شي خو طالبانو مکتب نه وویستې، اوس مجبوره یم چې مدرسې ته یې ولیږم، که نور څه زده نه کړي، خپګان خو به نه کوي، نورو جینکو سره به یې پام غلط شي.»
د راضیه په نوم یوه بله زده کوونکې چې د لغمان په مستورې لیسه کې یې زده کړې کولې وايي له دوه کلونو راهیسې یې په کور کې سخت انتظار وویست، خو اوس چې د ښوونځیو له پرانیستل کیدو نهیلې شوې، دیني مدرسې ته تګ یې پيل کړی.
راضیه وايي، په مدرسو کې ډېر لومړني درسونه ورته تدریسږي، خو بیا هم له کور ناستي توب نه ورته خوشاله ده.
هغه زیاتوي:« موږ ته په مدرسه کې تعلیم السلام ویل کېږي، دا یوازې کیسې دي، د قرانکریم ترجمه هم کیږي، چې دا مو هم پخوا کړې، نور څه نه ویل کیږي، دا درسونه یې بې سواده جینکو ته ښه دي، خو مونږ ته ټول تکرار دي. مونږ طالبانو نه غواړو، چې زمونږ مکتبونه بیرته خلاص کړي.»
په لغمان کې د ښځو د حقونو فعاله نرګس نیازۍ وايي، له دوه کلونو وروسته چې طالبانو نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه، دا او نورې زیاتې نجونې په دې اړه د طالبانو له نه خنډ کیدو نهیلي شوي دي.
هغه طالبان د نجونو د زده کړو په اړه په پرله پسې دروغجنو ژمنو تورنوي او د تېرې دورې د واکمنۍ یادونه یې کوي، چې په خبره یې تر پایه پکې نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شوه.
هغې زیاته کړه:« زما د طالبانو د تېرې دورې واکمني هم په یادیږي، دوی د نجونو زدکړې ناروا ګڼلې او ویل به یې چې په اسلام کې ښځو ته د زده کړو اجازه نشته. اوس چې د یو چوکاټ د رامنځته کېدو خبره کوي، دا هم دروغ وايي، زه په دې پوره باور لرم چې دوی یوازې او یوازې غواړي له خلکو د زده کړو موضوع هیره کړي او یاهم خلک د نجونو د تعلیم له مخنیوي سره عادت کړي.»
په دې اړه مو لغمان کې د طالبانو ځایي چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه، خو په نظر اخیستو یې ونه توانیدو.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، پر نجونو او ښځو د پراخو بندیزونو ترڅنګ، پر دیني مدرسو د عصري زده کړو د مرکزونو بدلول هم دود شوي، چې د پوهنیزو چارو کارپوهان سختې نیوکې پرې لري.