د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ کې وړمه شپه د طالبانو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د ملکي وګړو هټۍ سوزېدلي دي.
د الینګار ځایي اوسېدونکي وایي، وړمه شپه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه شوې، چې یو شمېر درنې مرمۍ د ولسوالۍ بازار کې په هټیو لګېدلي دي.
د سیمې یو اوسېدونکي صفي الله وویل: «اته دوکانونو اور اخیستی چې شاو خوا ۳۰ لکه افغانۍ تاوان خلکو ته ورسېده».
هغه وایي، دې هټیو کې د خوړو پلورنځی، ترکاڼي، مستري خانې او نورې هټۍ سوزېدلي دي.
د الینګار لسوالۍ د ځوانانو شورا مشر جابر الکوزی له حکومتي چارواکو غواړي، چې د دې زیانمنو شویو هټۍ والو سره دې مرسته وکړي.
د لغمان ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي ۸صبح ته وویل، چې د جګړې پرمهال د طالبانو هاوان مرمۍ د ولسوالۍ بازار کې پر هټيو لږېدلي او اور یې اخیستی.
دولتزي وویل: «څلور دوکانونه د خوراکي توکو سوزېدلي دي، چې خلکو ته یې زیان اړولی، مرمۍ د مخالفو وسله والو لخوا توغول شوې ده».
د یادې ولسوالۍ ځایي چارواکي وایي، د زیانمنو شویو هټيو ارزونه کوي او له ارزونې وروسته به هڅه وشي، چې لاسنیوی یې وکړي.
طالبانو د دولتي چارواکو ادعا په اړه، چې هټۍ د دوی له لوري سوزول شوي، لا تراوسه څه نه دي ویلي.
په جګړه کې دواړو خواو ته د اوښتو تلفاتو په اړه هم کره معلومات رسنیو ته نه دي ورکړل شوي، خو یوه ورځ وړاندې جګړه کې یو سرتیری ټپي شوی ؤ.
د لغمان دولت شاه ولسوالۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو لاسته ورغلې، علیشنګ او الینګار کې امنیتي ځواکونه د محاصري په حالت کې دي.
خلک وایي، یادو ولسوالیو ته په غځېدلې لاره کې طالبانو ځای ځای ماينونه هم خښ کړي، چې د امنيتي ځواکونو ورتګ یې ستونزمن کړی دی.