لغمان: د وطن ګټو بند نه جوړیدل د سېلابي زیانونو د دوام لامل شوی

۸صبح، لغمان: د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په پرله پسې ډول د بې موسمه سیلابونو راتګ او د سیند د اوبو زیاتوالی یې د حاصل ته نیږدې فصلونو د نابودۍ لامل کیږي.

دوی د وطن ګټو بند نه جوړېدل د دې زیانونو د دوام یو اصلي لامل بولي او غوښتنه کوي، چې د دغه بند د جوړیدو چارې دې پيل شي.

د الیشنګ د جمشید اباد کلي اوسېدونکی فضل الله وايي چې جمهوري نظام د یاد شوي بند چارې پیل کړې وې، خو طالبانو یې د وسله والو مزاحمتونو په وسیله مخه ونیوله.

د هغه په خبره، اوس د دې بند چارې په ټپه ولاړې دي او طالبان یې د جوړولو تکل نه لري.

نوموړی وایي: « زموږ زیاتې ځمکې د موسمي بارانونو له کبله ویجاړيږي اوان رسېدلي فصلونه له منځه ځي، زموږ له سیمې لږ پاس د وطن ګټو په سیمه کې د جمهوریت په وخت کې یو بند جوړېده، خو طالبانو یې مخه ونیوله. اوس چې دوی راغلل؛ نو د خلکو د ځمکو غم ورسره نشته.»

د سایګل درې اوسېدونکی جمشید چې د وطن ګټو بند سیمې ته نیږدې اوسیږي وايي، دوی په تمه وو، چې د یاد بند له جوړېدو وروسته به یې هم فصلونه خوندي او هم له برېښنا برخمن شي، خو په خبره یې دا هر څه په یوه خیال بدل شول.

نوموړی وايي:« د جمهوریت په وخت کې د دې بند سروې وشوه، موږ خوشاله وو چې نور به مو ځمکې سیلابونه نه وړي، خو کله چې سیمې ته د دولت له لوري ټیمونه راولېږل شول، طالبانو حملې ور باندې وکړې، اوس چې دوی خپله راغلي، د جوړولو څه تمه ترې خدای که لرو.»

د صفت لله په نوم یو بل کروندګر چې تېر کال یې درې جریبه غنم سیلابونو وړي وايي، سږکال هم له سېلابونو د فصل وړلو وېره لري.

نوموړی وايي، یوازې دی نه دی؛ بلکې په دې سیمه کې ګڼ شمېر نور کروندګر هم شته چې هر کال یې حاصل ته رسېدلي فصلونه په سیلابونو لاهو کیږي.

صفت الله زیاتوي، سېلابونه یې نه یوازې فصلونه وړي؛ بلکې ودانې ځمکې هم ویجاړوي، چې دوی یې د بیا رغولو وس نه لري.

هغه ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل:« موږ هر کال پر ځمکو خواري کوو، خو د دولت د بې غورۍ د لاسه مو ځمکې سیلابونه وړي، دلته په ډېر کم مصرف بند جوړیږي چې هم اوبه ذخیره کوي او هم برق ورکوي، خو چا نه یې وغواړو، طالبانو سره خو څوک له ډاره خبره هم نه شي کوی او دوی د دې شیانو کیسه کې هم نه دي.»

د کرنې د برخې متخصص سراج منګل وايي، د د وطن ګټو بند جوړیدل به د الیشنګ ولسوالۍ او شاوخوا سیمو له زرګونه هکتاره ښو کرنیزو ځمکو څخه د ډېرو ښو حاصلاتو د ترلاسه کیدو زمینه برابره کړي.

هغه ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل:« الیشنګ حاصل خېزه ولسوالي ده، زرګونه هکتاره داسې ځمکه لري چې د کال څلور فصله حاصل ورکولای شي، خو دهقانان یې ډېر وخت د سیلابونو او سیند له وېرې نه کري. که طالبان د وطن ګټو بند جوړ کړي، زه فکر کوم چې د دولت شاه ولسوالۍ د اوبو او دغه راز د هغو سیلابونو چې د دې ولسوالۍ له بېلابېلو برخو رواځي، همدارنګه د الیشنګ سیند کنټرول به په ښه ډول ترسره شي.»

د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان بلال وايي، چې د دوی والي څه موده مخکې له اوبو او بریښنا وزارت څخه په لغمان کې د شاهي کانال او وطن ګټو بند د جوړولو د چارو د پيل غوښتنه کړې ده.

هغه زیاتوي:« دا موضوع زموږ په نظر کې ده، د وطن ګټو بند ترڅنګ غواړو په شاهي کانال هم کار وکړو، ترڅو شته اوبه مهار کړو، په دې اړه والي صیب شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې کابل ته د سفر پرمهال د اوبو او انرژۍ له وزیر سره هم ناسته کړې وه.»

د وطن ګټو بند جوړول د لغمان د خلکو له مهمو غوښتنو څخه ده، چې په ۲۰۲۱ کې یې لومړنۍ سروې د جمهوري نظام د اوبو د تنظیم ملي ادارې ترسره کړه.

د اړوندو سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد شوی بند ۳۰ متره لوړوالی، د  ۳۰  میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو او د ۴ مېګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.

د یاد شوي بند په شان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اوبو د مدیریت او نورو رغنیزو پروژو چارې د جمهوري نظام له سقوط سره په ټپه دریدلي، چې خلک یې په نیږدې راتلونکي او طالب واکمنۍ کې د بیرته پیل په اړه هیله من نه ښکاري.

ورته لیکنې

Back to top button