د چین په شمال کې د شانشي ولایت په یوه کلي کې د ځمکې ښویېدو له امله پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا شنبه د جولای پر ۲۵مه، راپور ورکړی چې دا پېښه د جمعې پر ماښام د ۶:۴۹ بجو په شاوخوا کې شوې او د استوګنې يو کور یې تر خاورو لاندې کړی دی.
د راپور له مخې، هغه اته کسان چې د هونګتونګ ولسوالۍ د هایويي کلي په دې پېښه کې تر خاورو لاندې بند پاتې شوي وو، ټول موندل شوي دي.
ځایي چارواکو د ژغورنې د عملیاتو لپاره له ۵۵۰ ډېر د ژغورنې ځواکونه چې پولیس، اوروژونکي او روغتیايي کارکوونکي هم پکې شامل دي، سیمې ته استولي دي.






