وروستی تمځای، په تېره یوه میاشت کې ۲۵ کسانو ځانوژنه کړې ده

بې وزلۍ او تنګسې، د طالبانو لخوا د پراخو محدودیتونو لګول کېدو، دوامداره بې روزګارۍ او ناڅرګند راتلونکي د ګڼو هېوادوالو ژوند وروستۍ کرښې ته رسولې دی. د اوسنيو شرايطو منل د یو شمېر هېوادلو لپاره د زغملو وړ نه دي او له ناچارۍ په ځانوژنې لاس پورې کوي. په تېرو ۱۴ میاشتو کې د ځان وژنې شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې ۱۲۰ کسانو په لوی لاس خپل ژوند پای ته رسولی دی. د ۸صبح ورځپاڼې وروستۍ شمېرې ښيي، چې د روان کال د غوايي له اوومې د غبرګولي تر اتمې پورې په هېواد کې ۲۵ تنو ځانوژنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په روانه میاشت کې هم ۱۶  تنو ځانوژنه کړې ده. د دغو شمېرو له مخې، د تېرې يوې مياشتې په لړ کې ١٣ ښځو او ١٢ نارينه وو د بې وزلۍ او محروميت، د کورنۍ تاوتريخوالي او د بېکارۍ او محدوديتونو له امله د رامنځته شويو ذهني ستونزو په پایله کې د ژوند کړکۍ د تل لپاره پر خپل مخ تړلې ده. د روان کال د لومړیو دوو میاشتو شمېرې ښيي، چې په هېواد کې ۴۱ کسانو ځانوژنه کړې ده. دا شمېرې د تیر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

که څه هم په تېره یوه میاشت کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د هغو کسانو شمېر ښايي زیات وي، چې ځانوژنه یې کړې ده، خو ۸صبح ورځپاڼې یوازې هغه شمېرې راټولې کړې او په دې رپوټ کې یې لیکلې چې په رسنیو کې خپرې شوې او یا یې  د باوري سرچینو له لارې ترلاسه کړې دي. دا راپور د جنسیت له مخې طبقه بندي شوی. غور، فاریاب، غزني او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې په تېره یوه میاشت کې د ځان وژنې تر ټولو زیاتې پېښې پکې شوې دي. ډیری هغه کسان چې ځانوژنه یې کړې ده، ځوانان وو. د هغو کسانو عمرونه چې خپل ژوند یې پای ته رسولی په منځنۍ ډول د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ وو.

په غوايي میاشت کې د ښځو د ځانوژنې شمېرې

په غوايي میاشت کې د غور ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه وکړه. د هغې نوم  نوریه و او ۱۵ کلنه وه. د دې پېښې لامل او انګیزه نه ده معلومه، خو تر دې وړاندې په غور کې د ښځو او نجونو د ځانوژنې لاملونه پراخه بې وزلي او کورنۍ تاوتریخوالی ګڼل کېده.

په يوه بله پېښه کې د زرينې په نوم يوې بلې ښځې د شنبې په شپه د غوتيي په ٣٠مه، په کندهار ولايت کې ځانوژنه کړې ده. نوموړي د سپين بولدک ولسوالۍ د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د ګونبادي په سيمه کې خپل ژوند پای ته ورساوه. هغه ۲۲ کلنه وه او د مېړه د ادعا پربنسټ، یې رواني ناروغي یې هم درلوده.

په فاریاب ولایت کې په تېر څه باندې یو کال کې د ځان وژنې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي. د غوايي د دوشنبې په ورځ د غوايي په ۲۵مه، په دې ولایت کې په ۲۴ ساعتونو کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده. د شیرین تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد کلي کې یوې ځوانې ښځې د موږکانو د وژنې د درملو په خوړلو خپل ژوند پای ته ورساوه. دغه ځوانه ښځه ۱۹ کلنه وه او یو ماشوم ترې پاتې دی. د نوموړې د ځان وژنې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی دی. د دې ترڅنګ د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې یوې شپاړس کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی دی. دغه نجلۍ محبوبه نومېده او  د ځان وژنې لامل یې کورنۍ تاوتریخوالی وبلل شو.

د ۸صبح ورځپاڼي د ثبت شویو پېښو له مخې، د جمعې په ورځ د غويي په ۲۲مه په فاریاب ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د موږکانو د وژنې د درملو په خوړلو خپل ژوند پای ته ورساوه. د هغېد ځان وژنې لامل کورنۍ تاوتریخوالی وبلل شو. دغې نجلۍ د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار په څلورمه ناحيه کې ځانوژنه وکړه.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په هېواد کې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د یو شمېر ښځو د ځانوژنې لاملونه بې وزلي، له هوساینې محرومیت، د طالبانو لخوا د سختو محدودیتونو  لګول کېدل اچې د نارینه وو د حاکمیت لامل کیږي، بلل شوي دي. د ښځو د ځان وژنو په لړ کې د غوايي په ۷ مه، د پنجشنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۹ بجې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د بادام علي په کلي کې یوې ۳۰ کلنې ښځې ځانوژنه وکړه. که څه هم د هغې د وژنې انګېزه څرګنده نه ده، خو تر دې وړاندې د طالبانو د تګلارو له امله رامنځته شوی تاوتریخوالی او د کورنۍ د نارینه وو پر چلند یې اغېز د ښځو د ځان وژنې یو لامل بلل شوی دی.

په ۸صبح ورځپاڼې کې ثبت شوې پېښې ښيي، چې په همدې ورځ په فاریاب ولایت کې یوې بلې ښځې هم ځانوژنه کړې ده. هغې هم د پنجشنبې په ورځ د غوايي په ۷مه، د دغه ولایت په قرغان ولسوالۍ کې ځان زندی کړ. نوموړی ۵۶ کلنه وه او د ځان وژنې لامل یې کورنۍ تاوتریخوالی وبلل شو.

په ۸صبح ورځپاڼې کې ثبت شوې پېښې ښيي، چې د غزني ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې یوې بلې ښځې د بې وزلۍ له امله ځانوژنه کړې ده. دغې ښځې د دوشنبې په ورځ د زمري په لومړۍ نېټه د غزني ښار په نوآباد سیمه کې خپل ژوند پای ته ورساوه. هغې څلور ماشومان درلودل او مېړه يې په دې وروستيو کې د کار د نشتوالي له امله ايران ته تللى و.

بلخوا د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د يوې ښځينه نرسې مړى موندل شوى دى. د سرچینې په وینا، د هغې په ​​غاړه کې د رسۍ د حلقې نښې لیدل شوي. د نوموړي مړى د سه شنبې په ورځ، د غوايي په ٢٦مه، له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په غجور سيمه کې موندل شوى او د څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږل شوى دى.

د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې هم يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده. سرچينو د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ٤مه، ۸ صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې دغې ځوانې نجلۍ د چهارشنبې په شپه د دغه ولايت د ګېروي ولسوالۍ په پناه کلي کې ځان زندۍ کړی دی. تر اوسه د دې ځان وژنې لامل نه دی روښانه شوی؛ خو په دې وروستیو کې په غزني کې د ځان وژنې پېښې په ځانګړې توګه د ښځو په منځ کې زیاتې شوي دي.

په ۸صبح ورځپاڼې کې د ثبت شویو پېښو له مخې،  یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په سنګ قشقه کلي کې ځان وژنه کړې ده. دغې ۱۵ کلنې نجلۍ د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په خپل ژوند پای ته ورساوه. تر اوسه د هغې د ځان وژنې انګيزه نه ده څرګنده شوې، خو د غوري ښځو د ځان وژنې لاملونه بې وزلي او جبري ودونه بلل کېږي.

یوې بلې ځوانې نجلۍ د جمعې په ورځ د غبرګولي د میاشتې په ۵ مه، د تخار ولایت د ینګي کلا ولسوالۍ په کفتر علي کلي کې ځانوژنه وکړه. ځايي سرچينو ويلي، چې هغه طاهره نومېده او شل کلنه وه. د سرچینې په وینا، طاهرې د کورني تاوتریخوالي او د خپل مېړه له زوم سره د لانجې له امله د موږکانو د وژنې د درملو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته ورساوه. سرچينې زياته کړې، چې هغې اووه مياشتې مخکې واده کړى و او په ګېده کې یې څلور میاشتنی ماشوم هم درلود.

يوې ځوانې نجلۍ دغبرګولي په ۸مه، د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد ښار د درېيمې ناحيې په شورابک ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې ده. ځایي سرچینو ویلي، چې نوموړې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان د کوکچې سیند ته وغورځاوه او مړه شوه.

د نارینه وو ځانوژنه

د زمري په نوم يوه سړي د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په لومړۍ نېټه د کابل ښار په قلعه حشمت خان  سيمه کې ځان وواژه. د ځايي اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، نوموړى بازار ته تللی و، چې د خپلې کورنۍ لپاره په پور خوراکي توکو واخلي، خو تر هغې وروسته چې هټيوال د پور له ورکولو ډډه وکړه، د شپې مهال يې خپل ژوند پاى ته ورساوه.

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په ګزستان سیمه کې یوه ۱۹ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده. دغه ځوان د دوشنبې په ورځ د غوايي په ۲۵ مه د ټوپک په ډزو خپل ژوند پای ته ورساوه. د نوموړي د ځان وژنې لامل کورنۍ ستونزې بلل شوې دي. له دې وړاندې هم بادغیس ولایت د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله د ځانوژنې د پېښو شاهد و.

په ۸صبح ورځپاڼې کې ثبت شوي پیښې ښيي، چې د جلالزي په نوم یوه بل ځوان د تلې په ۱۹مه د بادغیس ولایت د ګیلان ولسوالۍ په حسن کلي کې ځانوژنه وکړه. ویل کیږي چې هغه په ​​یوه بڼ کې پر یوې ونې ځان راځړولی دی. طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نوموړي د ځان وژنې لامل له پلار سره لفظي شخړه وه.

د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې يوه ٢٤ کلن ځوان ځان په دار ځړولى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان د دغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ د چهارده سالار کلي اوسېدونکى و. نوموړي د دوشنبې په ورځ د غويي په ۱۸مه ځان په دار وځړاوه، خو تر اوسه د دې ځانوژنې لامل څرګند نه دی.

يو بل کس د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې د لارۍ تر ټاير لاندې ځان غورځولی او وژل شوی دی. ځايي سرچینو ویلي، چې نوموړي دغه کار د جمعې په ورځ د غويي په ۱۵مه، د کابل – کندهار پر لویه لار په مقر ولسوالۍ کې کړی دی. په غزني کې طالب چارواکو یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې دغه سړي له یوې ځوانې نجلۍ سره چې خوښه یې نه وه، د کوژدې له امله ځانوژنه کړې ده. د طالبانو په وينا، هغه دوه ځلې د ځانوژنې هڅه کړې وه، خو د خلکو لخوا ژغورل شوى و.

په ۸صبح ورځپاڼې کې د ثبت شویو پېښو له مخې، د عبدالاحد په نوم یوه بل کس د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې ده. د پنجشنبې په ورځ دغوایي په ۱۴م، عبدالاحد د ټوپک په ډزو خپل ځان وواژه. ویل کېږي چې دغه سړی ۷۰ کلن و او د رواني ستونزو له امله یې دغه کار کړی و

د ٨صبح ورځپاڼې د ځانوژنې شمېرې ښيي، چې د رحيمداد په نوم يوه  بل کس د غوايي په ١٢مه، د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې  په ډزو ځان وواژه. سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې رحيمداد ۵۵ کلن و او د اقتصادي ستونزو له امله يې ځانوژنه کړې، خو طالبانو د هغه د ځان وژنې لامل رواني ستونزه بللې ده.

عبدالواحد یو دیارلس کلن هلک دی چې په کاپیسا ولایت کې یې ځانوژنه کړې ده. ځايي سرچینو ویلي، چې نوموړي د یکشنبې په ورځ د غوايي په ۱۰مه، د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ د «ده بلبل عليا» په کلي کې د ښکاري ټوپک په ډزو خپل ژوند پای ته ورساوه. تر اوسه د نوموړي د ځان وژنې انګيزه نه ده معلومه، خو تر دې وړاندې په کاپيسا کې د خلکو د ځان وژنې لامل بې وزلي او تنګسه بلل شوې ده.

د ۸صبح ورځپاڼې د ثبت شویو پېښو له مخې، یوه بل ځوان ځان د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ په شډل سیمه کې ځانوژنه کړې ده. نوموړی نوم عارف نومېده او د پنجشنبې پر شپه شاوخوا لس بجې يې په ډزو سره خپل ژوند پای ته ورساوه. په ۸صبح ورځپاڼې کې د ثبت شویو معلوماتو له مخې، یوه بل ځوان بیا په بامیان ولایت کې ځانوژنه کړې ده. د هغه نوم محمدجان و او د دوشنبې پر شپه یې (د غوايي په ۴مه) د باميانو د مرکز اړوند د فولادي درې د خواجه روشاني په کلي کې خپل ژوند پای ته ورساوه. تر اوسه د دغه ځوان د ځان وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی. تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې یو شمېر کسانو د بې وزلۍ له امله په ځان وژنې لاس پورې کړی و.

په هغو کسانو کې چې په تېره میاشت کې یې ځان وژنه کړې، ماشومان هم شته، لکه په بدخشان ولایت کې  یو ۱۵ کلن هلک چې ځانوژنه یې کړې ده. ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ماشوم د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په لومړۍ نېټه د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار په پنځمه ناحیه کې ځانوژنه کړې ده. د نوموړي د ځان وژنې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

فقر او بې وزلي یوه له هغو ستونزو  ده، چې تل یې د هیواد له وګړو قرباني اخلي. يو بل کس د غور ولايت د تولک ولسوالۍ په خواجه مراد سيمه کې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده. د هغه نوم عبدالله و او د سه شنبې پر شپه یې( د غبرګولي په ۲مه) خپل ژوند پای ته ورساوه.

په هېواد کې د ځان وژنې د پېښو په لړ کې یوه بل سړي د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په کان کلي کې ځانوژنه کړې ده. د سرچینو د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه سړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان سیند ته غورځولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی

دا په داسې حال کې ده، چې د ۸صبیح ورځپاڼې د راپور له مخې، د روان کال په وري په میاشت کې په هېواد کې ۱۶ کسانو د بېلابېلو لاملونو له امله ځانوژنه کړې ده. د دغو دوو راپورونو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۷ تنو ځانوژنې کړې دي. دغه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پاموړ زیاتوالی ښيي. تېر کال په ټول هېواد کې ۷۹ کسانو ځانوژنه کړې وه. د هغوی په منځ کې ۴۱ ښځې او ۳۸ نارینه وو. دا هغه شمېر دی چې د ۸صبح ورځپاڼې برابرې کړی او ښايي اصلي شمېر  تر دې هم لوړ وي، خو په رسنیو کې نه دی خپور شوی.

د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د ځانوژنې بیلابیل ډولونه شته؛ خو په افغانستان کې یې اصلي لامل فقر او تاوتریخوالی دی. د طالبانو د سختو تګلارو او سختو بندیزونو له پلي کیدو وروسته په هیواد کې د ځان وژنو د پېښو شمېر هم زیات شوی دی. په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته بېلابېل ټولنيز قشرونه له هېواده وتلي او ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. ملګري ملتونه وايي، افغانستان دا مهال په نړۍ کې له ستر بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی.

ورته لیکنې

Back to top button