تېره اوونۍ د هېواد په ۹ ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي

۸صبح، کابل: تېره اونۍ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۱۴ ترافیکی پېښې رامنځته شوې، چې له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي.
د هغو شمېرو له مخې، چې له شنبې تر پنجشنبې (وري۱۰) پورې راټولې شوې، دایکنډي، بامیان، هرات، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان او غزني ولایتونه د ترافیکي پېښو شاهدان وو.
د دوشنبې په ورځ (وري ۷) د دایکندي ولسوالۍ په غوثور کلي کې د یوه تونس موټر د چپه کېدو له امله یو کس وژل شوی او د درېیو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي دي، دغه راز تېره ورځ د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې هم په یوه بله پېښه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په دایکنډي کې د ترافیکي پېښې قربانیان د دغه ولایت د مرکز اړوند د الکي کلي د یوې کورنۍ غړي وو.
دغه راز په فارياب، جوزجان، سرپل او سمنګان ولايتونو کې د يوې اوونۍ په اوږدو کې اته ترافيکي پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د دی سربیره، د تېرې اونۍ د شنبې او دوشنبې په ورځو د دوو ترافيکي پېښو په پايله کې د غزني ولايت د مرکز اړوند د روضې کوتل په سيمه کې يو موټرسايکل چلوونکى مړ او پنځه نور ټپيان شول.
په همدې حال کې په هرات او غور کې سرچینې وايي چې د پنجشنبې په ورځ (وري ۱۰) د هرات – کندهار پر لویه لار د دلارام په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. دغه راز د يکشنبې په ورځ (وري ۶) يوه بله ترافيکي پېښه د غور په شهرک ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه ټپيان شول.
ځايي سرچينې د دې ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړک خرابوالى بولي.
په هېواد کې هر کال ترافیکي پېښې لسګونه کسان وژني.