۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ او اقاخان پراختیایي شبکې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو لپاره له کسباوکار د ملاتړ لومړنۍ ګډه طرحه اعلان کړې ده.
د دغې طرحې پربنسټ، چې په اړه یې بشپړ معلومات چهارشنبه د لیندۍ پر دویمه نېټه د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د کمېشنرۍ له خوا خپاره شوي دي، په کوربه ولایتونو کې کورني بېځایه شوي کولای شي له ۲۰ تر ۳۰۰ زرو افغانیو له ګټې پرته پور واخلي.
د اقاخان پراختیایي شبکې او د ملګروملتونو سازمان ګډه طرحه، د ټولنې ترټولو زیات زیانمنونکو کسانو لپاره چې د اقتصادي فعالیت په لټه دي پیل شوې ده. اوسمهال دغه طرحه په بلخ، بامیان، کابل او ننګرهار کې پلې شوې او په راتلونکي کې به پراختیا ومومي.
ټاکل شوې په روان کال کې د دغې طرحې له لارې ۵۰۰ هغو کسانو لپاره، چې د اقتصادي فعالیت د پيل په لټه کې دي ۳۴ میلیونه افغانۍ برابرې شي.
دغه طرحه په داسې حال کې پیلېږي، چې د افغانستان له ۵ ولایتونو په ۷۵ ولسوالیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د لوړې کمېشنرۍ ارزونې ښيي، چې مالي خدماتو ته د کسبګرو نه لاسرسی د هغوی د ځانبسیاینې پروړاندې خنډ ګرځېدلی دی.