کم سارې یخني؛ په شمال ختیځو ولایتونو کې د اوبو رسولو شبکې بندې شوې دي

د یخنۍ په زیاتېدو سره د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې د سختې یخنۍ، ورښتتونو او واورې د ورېدو له امله زرګونه کورنۍ د څښاک او مصرفی اوبو له کمښت سره مخ شوې دي. په سړو سیمو کې د سخته سړه هوا د دی لامل شوې چې د بدخشان، بغلان او تخار په ولایتونو کې د اوبو رسولو شبکې بندې شوې او طبیعي زېرمو او د اوبو چینو ته د خلکو لاسرسی محدود شي. اوس مهال، ډېری کورنۍ له ګڼو ستونزو سره له محدودو سرچینو د اړتیا وړ اوبه ترلاسه کولی شي. دوی د اوبو رسولو شبکو له مسوولینو غواړي، چې په سږني ژمي او راتلونکو کلونو کې د دې ستونزې د اواري لپاره منظم او ګټور پلان جوړ کړي.
د تخار ولايت د مرکز تالقان ښار اوسېدونکي سليم ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د سږني ژمي سړه هوا بې سارې ده او په خپل ژوند کې يې هېڅکله دومره سخت ساړه نه دی تجربه کړی. سليم زياتوي، چې د سختې يخنۍ او کنګل له امله له يوې اونۍ راهيسې د ټول تالقان ښار د څښاک اوبه پرې شوې دي. هغه زیاتوي: «سړه هوا په بشپړه توګه بې ساري ده. ډېره زیاته او بی حده یخني ده، په تالقان کې ساړه او کنګل زیاته شوی، اوبه پرې شوې دي. نلونه کار نه کوي، کنګل شوي دي. د اوبو ټانکرونه نه راځي. مونږ په څاه جوش اوبه اچوو ترڅو لږې اوبه راووځي او یو ستل اوبه را اخلو او څه نا څه کار کوي. ټول ښار همداسې دی.»
د درنې واورې ورښت او د ژمي سختې یخنۍ هم په بدخشان او بغلان کې ناوړه اغېزې لرلې دي. په دې ولایتونو کې یې د برېښنا مزي، د اوبو بندونه او حوضونه کنګل کړي او یو شمېر خلک او څاروي یې وژلي دي. په وروستۍ پېښه کې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د اوبو د کنګل کېدو له امله ۳۰ کورونه تخریب شوي او څلور کسان یې وژلي دي. په بدخشان کې شپږ نور ماشومان هم له همدې امله مړه شول.
د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار يو تن اوسېدونکی غلام وايي، له څو کلونو راهيسې يې د ژمي په موسم کې دومره درنه واوره نه ده ليدلې. د هغه په وينا، د بې ساري يخنۍ له امله د ښار د ټولو اوبو نلونه، د کوکچې بحيرې او د شورابک بند کنګل شوي دي. هغه زیاتوي: «یخني سخته شوې او د څښاک د اوبو ذخیره کنګل شوې ده. موږ مجبور یو چې ناپاکې اوبه وکاروو. موږ د اوبو لپاره لرې ځایونو ته ځو. په دې شپو او ورځو کې آن د اوبو ویلې هم کنګل کیږي. د کوکچې سیند هم کنګل شوی، د شورابیک بند چې بریښنا یې ورکوله کنګل شوې دی. موږ ټول په ډول ډول ناروغیو اخته یو. په ماشومانو کې د نس ناستي، د ستوني درد، ټوخي او د معدې درد زیات شوی دی.»
د بدخشان د اوبو رسولو امریت د فیض اباد له اوسېدونکو د اعلامیې په خپرولو سره له خلکو بښنه وغوښته او ویې ویل چې «د کنګل له امله د دغه ولایت په ځینو برخو کې د اوبو رسولو اداره نه شي کولای اوبه ورسوي.»
خو د بدخشان اوسېدونکي وايي چې د سړې هوا له امله په دغه ولایت کې ډېری کورنۍ په ځانګړي ډول ماشومان په موسمي او تنفسي ناروغیو اخته شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د بدخشان د عامې روغتیا ریاست سرچینې هم تاییدوي چې د فیض اباد دولتي روغتون ته هره ورځ ۵۰ سلنه ناروغان د تنفسي ناروغۍ لري او ډېری یې ماشومان دي.
د یخنۍ او سړې هوا سختوالي د بغلان د اوسېدونکو په تېره بیا د بې وزلو او کم عایده کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. جمیل د بغلان یو له بې وزلو خلکو څخه دی چې د اوړي ګرمې موسکا یې د ژمي سړې هوا له منځه وړې ده. جمیل چې د بې وزلۍ له امله د کور د تودولو توان نه لري، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «په یوه اوونۍ کې د تېرو کلونو په پرتله هوا ډېره سړه وه. ټولې هغه نلونه چې د خلکو کوڅو ته اوبه رسوي کنګل شوي دي. اوبه د څاګانو څخه نه راوځي. د سیند اوبه کنګل شوي او خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي. لرګي نه لرو، کار نشته، په دې سړه کور کې ژوند کوو. موږ نور څه کولی شو!»
بدخشان، تخار او بغلان د هېواد په شمال ختیځ کې له هغو سړو او غرنیو ولایتونو څخه دي، چې د اوبو د بډایه سرچینو په لرلو سره یې ډېری کلي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د يادو ولايتونو اوسېدونکي د اوبو رسولو د شبکو له مسوولينو غوښتنه کوي، چې د موسمي بدلونونو او سختو واورو ورېدو سره سم پلان جوړ کړي، څو خلک له اوبو څخه بې برخې نه شي.
اوسمهال یوازې په بدخشان کې د اوبو رسولو یوه لویه شبکه، په بغلان کې د اوبو رسولو یو مرکز او د تخار ولایت په مرکز کې د اوبو رسولو یوه لویه شبکه شتون لري. په دې ولایتونو کې د اوبو د لېږد لسګونه بندونه، واړه او لوی سیندونه او څو حوضونه هم شته، خو د ژمي په موسم کې د منظم پروګرام نشتوالي د دغو ولایتونو د اوسېدونکو لپاره اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د تېرې یوې لسیزې په پرتله له سخت ژمی سره مخ دی. د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سړې هوا د هېوادوالو لپاره ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي. د شته شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د سړې هوا له امله تر اوسه ۷۸ ملکي وګړي وژل او تر ۷۷ زره ډېر څاروي مړه شوي دي. د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې، د ژمي سړه څپه به تر لسو نورو ورځو هم دوام وکړي.