د ټوپکو او زرهي ټانکونو بېخونده غږونه، د راکټونو توغول، هوايي بمبار، ویجاړ کورونه، سوځېدلي ګاډي، ماتې ښيښې، پر سړکونو پراته ټپیان او د خلکو ترهه او تېښته د اوکراین د لومړیو ورځو د جګړې تصویر دی، داسې تصویر چې افغانان ورسره اشنا دي.
په دې ورځو شپو کې چې د جګړې اور پر اوکرایني وګړو بل شوی، له کلونو راهیسې د افغانانو پر تن هم بل شوی دی او ښايي په اوکراین کې د ټپیانو د تصویرونو په لیدو سره پخواني ټپونه یو ځل بیا وریاد کړي.
د وړاندوینو له مخې پوتین بالاخره پر اوکراین د ځمکې او هوا له لارې برید وکړ. داسې جګړه چې روسيې پيل کړه او پای يې لا نه دی په ډاګه چې په څه ډول به وي.
که څه هم تر دې دمه په دې جګړه کې روسیه ځان ګټیالۍ ګڼي؛ خو د جګړې اصلي ناکامه پرګنه ملکي او بېګناه وګړي دي، چې د ژوندانه هستي نېستي يې د روسیې د یوه راکټ په لګېدو سره له منځه لاړه.
جنګ ورانی رامنځته کوي او سیوری یې تر ډېره د یوې خاورې پر وګړو غوړېدلی وي. ښايي افغانان چې څلوېښت کاله يې پر کور اور بل دی، تر نورو د جګړې ورانکاری اړخ ښه درک کړي او ښايي پوهېږي به چې نن سبا اورکراینیان څه وحشتناکې او ګرانې شپې ورځې اړوي.
افغانان له پخواني شوروي ځواکونو سره د نابرابرې جګړې تجربه لري او ښايي پر اوکراین د روسیې جګړې دوی ته پخواني یادونه تازه کړي وي. هغه جګړه چې پخواني شوروي پکې ماته وخوړله او د پخواني شوروي جمهوریتونو د پاشل کېدو سبب شوه.
د افغانستان خاورې ته د پخواني شوروي ځواکونو راننوتل، په دې خاوره کې د افغانستان د تاریخ د یوه مرګوني جګړې لامل شو او د میلیونونو کسانو د کډوالېدو او وژل کېدو تر څنګ يې پراخ مالي زیاتونه هم واړول. د پخواني شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته اوس هم د افغانانو په څېرېو کې له جنګه ستړیا په ډاګه لیدل کېږي.
په اوکراین کې ظاهراً وضعیت بېل دی او روسي ځواکونه په درنو هوايي او توپخانه يي بریدونو د اوکراین زړه ته ورروان دي. په اوکراین کې د روسي پلوو بېلتونپالو سیمو د ملاتړ تر څنګ هغه څه چې د روسي ځواکونو روحیه یې پیاوړې کړې ده، له روسيې سره په بري د کریمه شبه جزیرې د یوځای کولو تجربه ده.
پر اوکراین د روسي نظامیانو د برید په تړاو پراخ نړیوال غبرګونونه راپورته شوي دي او د نړۍ ډېریو مشرانو د پوتین دا ګام غندلی دی؛ خو نړیوالو پراخو غبرګونونو هم پر اوکراین د برید مخه ونه شوای نیولی.
تر دې دمه پر اوکراین د روسیې د برید له کبله د نړۍ غبرګون پر دغه هېواد د اقتصادي بندیزونو په لګولو څرګند شوی دی؛ خو پر روسیې بندیزونه نه د اوکراینیانو وران شوي کورونه ابادوي او نه هم د هغوی ټپونه رغوي.
د جګړې ورانکارې څپه به تر ډېرو کلونو پر اوکراین اغېز ولري او اقتصادي منفي اغېزې به يې د دغه هېواد د اقتصاد ملا ماته کړي. تجربو ښوولې، چې د جګړې د تاوان د جبرانولو لپاره اوږده موده او میلیاردونو ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
په دې ورځو کې د نړۍ پېچلي حالت ته په کتو، وړاندوینه نه کېده، چې اروپايي پياوړي هېوادونه او امریکا به د روسيې – اوکراین په جګړه کې ځان ښکېل کړي او د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله وینا کې په ډاګه وویل، چې امریکايي سرتېري د اوکراین په جګړه کې ځان نه ورګډوي.
د امریکا تر څنګ، اروپايي هېوادونه هم په دې دلیل چې اوکراین ورته څېرمه پروت دی، په دقت دا حالات څاري او په ډیپلوماتیکه هڅه دي؛ خو پر اوکراین د روسيې د برید مخنیوي لپاره د دوی ډیپلوماتیکې هڅې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
د فرانسې ولسمشر او د جرمني لومړي وزیر له پوتین سره د خبرو اترو لپاره مسکو ته لاړل، چې پر اوکراین د برید مخه ونیسي؛ خو ډیپلوماتیکو هڅو او د اروپايي هېوادونو ګواښونو هم پر اوکراین د روسیې برید مخه ونه شوای نیولی.
اوس د جګړې لوی بار پر اوکراینیانو پروت دي. کله چې د دغه هېواد ولسمشر احساس کړه، چې د جګړې په ډګر کې لوېدیځو متحدانو یوازې پرېښی، د اروپايي هېوادونو او امریکا پر نه ملاتړ يې نیوکه وکړه او له خلکو یې وغوښتل، چې وسله راپورته کړي او د روسې د یرغلګرو پر ضد ودرېږي.
د روسیې په شان د یوه پياوړي ځواک مخې ته درېدل اسان کار نه دی او ملت و دولت ته به ګران پرېوځي؛ خو ښکاري چې د اوکراین ولسمشر نه غواړي، تر وخت مخکې جګړه وبایلي او غواړي تر خپله وسه د روسې پر ضد ودرېږي.
په داسې حال کې چې د اوکراین په کیف او نورو ښارونو کې د روسیې د برید له وېرې ملکیانو، ماشومانو، مېرمنو او بوډاګانو خپل کورونه پرېښي او سړې شپې د مټرو په تخلونو کې تېروي؛ خو د دې جګړې پيلوونکی پوتین بیا په ارامه ویدېږي.
ښايي پر اوکراین د بمبار او ډزو غږونه په کرملین ماڼۍ کې د پوتین تر غوږونو نه رسېږي؛ خو په بېلابېلو ښارونو کې د جګړې د ختماوي لپاره د خلکو د لاریونونو غږونه حتمي اوري او خلک چې په یوه خوله سوله غواړي او وايي، چې جنګ دې ورک شي.