په پاکستان کې د پخوانيو افغان سرتېرو لیک: زموږ وضعیت ډېر ټکان ورکوونکی دی

۸صبح، کابل: په پاکستان کې مېشت د افغانستان د جمهوري نظام یو شمېر سرتېري په دغه هېواد کې خپل وضعیت ډېر اندېښمنونکی او ټکان ورکوونکی بولي.
دغو سرتېرو د سې شنبې ورځ د وږي میاشتې په ۲۸مه په یوه لیک کې ویلي، چې په بدو او سختو حالاتو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره شپې ورځې سبا کوي.
د دوی په خبره، د کورونو ستونزو سربېره یې ماشومان ښوونځيو ته نه شي تلای.
په دغه لیک کې راغلي دي: « د هغو سرتیرو برخلیک باید په پام کې ونیسو چې دغه حالت ته رسیدلي او شپه ورځ په بدبختیو کې تیروي، نړۍوالې ټولنې، ناټو او امریکا له افغانانو په ځانګړي ډول نظامیانو سره د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې وه؛ خو دوی په خپلو ژمنو وفا ونه کړه او افغان ولس او پوځ یې تر هغه وخته ملګري او همکاران وبلل چې د دوی د ګټو ته اړتیا وه.»
د دوی په وینا دوی هره ورځ د طالبانو له لوري د پخوانیو پوځيانو د وژنې شاهدان دي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د تېر حکومت سلګونه پوځيان نيولي، بنديان کړي او ان په ځينو پېښو کې يې وژلي دي.
په وروستۍ پېښه کې د روان کال د وږي په ۲۰مه طالبانو د پروان د مرکز اړوند پل مټک سیمه کې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یو غړی وواژه.
څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) یو راپور خپور کړی او ویلي وو چې دغه سازمان د طالبانو له خوا د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د چارواکو او غړو د وژلو ۲۱۸ قضیې ثبت کړي دي.
له هغې وروسته د بشري حقونو د څار ادارې د پخواني حکومت د چارواکو او سرتېرو د وژنو، خپلسري توقیف، شکنجې او جبري ورکېدو په اړه د یوناما راپور تایید کړ.