ښاغلی زېلېنسکي،
نه پوهېږم تاسو ته د پخواني ښکلي یوکراین ولسمشر ووایم، که د اوسني جنګځپلي یوکراین پوځي قوماندان؟
نه پوهېږم تا، ستاسو د هېواد د نومهالي تاریخ او ناټو ټلوالې اتل ونوموم، که د نړیوالو ګواښمنو ستراتيژيکو سیالیو د سټېژ کومېډين؟
په هر صورت،
هیله ده ښه به یاست.
زه افغان یم.
ستا له هېواده د څو زره کلیومتره لرې یو جنګ و جهلځپلي هېواد (افغانستان) هستوګن.
زما او ستا یو مشابهت دا دی، چې زه د ادبیاتو شاګرد یم او ته د کومیکې سینما و تیاتر هنرمن، ښايي زموږ دواړو په اړه به خلک وايي، چې ستاسو یې له سیاست سره څه؟
ودرېږه،
یوازې دا مشابهت نه دی، بکلې څه نورې کیسې هم شته، چې زما او ستا د هېواد برخلیکونه یې له یوبل سره تړلي، ځکه خو نن درته دغه لیک لیکم.
اول:
ستا په هېواد کې چې د جګړې پیل حتمي شو، نو د نړیوالې سیالۍ پانګوالې ټلوالې زما هېواد سقوط کړ.
هو! افغانستان یې په ډېره بېړه راوپرځاوه، چې د یوکراین د جګړې لپاره یې په یوه بل استخباراتي نقش کې ولوبولای شي:
“د جګړې د جغرافیا پراختیا” – “دوښمن ته د نړۍ په نورو سیمو کې سردرد پنځول” – ” د دوښمن پوځي امکانات څو ځایه بوختول”… او داسې نورې اجنداوې.
دویم:
یوه بله کیسه هم سره ورته ښکاري:
د نړۍ د زورورو مشرانو – چې د ځینو هېوادونو یې سترګې په یوه تیلیفون پسې ړندې دي – ستا هېواد ته داسې تود تګ راتګ یو وخت زما د هېواد په برخه هم و. دا نن چې د پانګوالې ټلوالې بوډا هېوادمشر ناڅاپي ستا په پلازمېنه کې راشین کیږي او یا په لویو پلازمېنو کې ستا تود هرکلی کیږي، د یویشتمې پېړۍ په پیل کې زما دهېواد هم همداسې هرکلی کېده، هره ورځ به هېوادمشران، لومړي وزیران او پاچایان راروان ول، دومره ډېر چې د زورورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران چا چندانې مهم مېلمانه نه ګڼل.
زما هېواد ته هم همداسې وسلې راروانې وې، لکه نن یې چې تاته درکوي، د بمونو مور یې هم په موږ لورولې وه، خو چې د ډرامې پرده واوښته، خپل پروني دوښمنان یې رامېلمانه کړل او دوی ته یې د سخاوت د بوجیو خولې ورپرانیستې…
ما وېل دریاده یې کړم، چې په دې نازونو، درناویو او سخاوتونو مه تېروځه، زموږ له برخلیک څخه یې زده کړه.
ښاغلی هنرمن – قوماندان زېلېنسکي،
زه نه پوهېږم، چې ته اتل یې؟ مظلوم یې؟ که سیاسي کومېډين؟ په دې هم نه پوهېږم، چې دوښمن دې په حقه دی که ته؟
خبر نه یم، چې د ناټو غړیتوب ستا حق دی، که دوښمن دې دا هسې درته پلمه کړ او در ویې بلوسل، خو یوازې په دومره ښه پوهېږم، چې جګړه ستا نه وه، پردۍ وه. ته، ستا ملت او یوکراین د یوې پردۍ جګړې قربانیان یاست.
پر دې مې کلک باور دی، ځکه زه، زما ملت او زما هېواد دا نیمه پېړۍ شوه، چې د همداسې پردیو جګړو قربانیان یو.
یو توپیر ته حیران یم. ما، زما ملت او خلک په نړۍ کې د روسته پاتې، نالوستي، محروم، بېخبره، خرافاتي او دینځپلي ملت په توګه پېژندل شوي دي، ځکه خو که په پردیو استخبارتي جګړو کې پرلپسې قرباني کیږي، نو ګیله ترې په کار نه ده، خو…
ته د یوه اروپايي، پرمختللي، لوستي، پرخپلو پښو ولاړ، نسبتاً بډای او باشعوره ملت مشر وې، په تا څه وشول، چې د نورو د جګړو قرباني شوې؟
ښارونه دې ونړېدل، خلک دې ووژل شول، اقتصاد دې ړنګ شو، ښکلی هېواد دې کنډواله شو او د نړۍ د ناوې ګانو (ښکلیو نجونو) ناوېتون په وېروونکې هدیره بدل شو. ستا ښکلې پېغلې د اروپا په ښارونو کې…
درېیم:
هو ریښتیا، یو بل ورته والی:
زما او ستا دواړو بدو ګاونډیو یو ډول زموږ په بحران کې پانګونه وکړه، خپله جګړې یې زموږ په هېوادونو کې وغزوله، دومره چې اوس یې اور د دوی لمنو ته ورخورېدونکی دی. هم ستا ګاونډي وارخطا دي او هم زما.
وايي:
“پک که طبیب وي، د خپل سر علاج دې وکړي!”
دا زموږ یو متل دی.
دا مې تر دې رایاد شو، چې زه تا ته د نصیحت کولو وړتیا نه لرم، ځکه که دومره شعور مې درلودلای، نو پخپله به مې دا حال نه وای. خو موږ یو بل متل هم لرو:
” پشت طبیب چه می گردی! پشت سرگذشت برو!”
زه له خپلې تجربې درته وایم، چې پانګواله ټولنه انډيوالي او مېړانه نه پېژني.
په سیاستونو کې له خپلې ګټې پرته هېڅراز اخلاقي التزام نه مني.
ډېر قیمته دې اخلي، خو ډېر ارزانه دې پلوري.
له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د افغانستان ښځې د نړۍ تر ټولو ډېرې مستحقې او نازولې ښځې وې، بشري حقونه د افغانستان د خلکو افسانوي ورکه وه، چې دوی بیرته ورموندلې وه. مدني ټولنه، دیموکراسي، ټاکنې، اساسي قانون او ملي ارزښتونه یې زموږ لویې بریاوې راشمېرلې…
خو دا دی په ۲۰۲۳ کې دونیا په بل مخ واوښته، قیامت شو. نه د افغانستان مېرمنې انسانانې دي، چې د زدکړو او کار حق ولري او نه دا نورې کیسې د افغانانو لپاره مهمې دي.
پانګواله ټلواله د دې هرڅه په اړه هم ړنده ده، هم کڼه او هم ګونګه.
اوس د افغانانو لپاره تر هر څه په استخباراتي مدرسو کې تولید کړای شوی دین مهم دی، چې دغه کافر ملت له سره مسلمان کړي… له شریعت پرته نور افغانان د هیڅه وړتیا نه لري.
پانګواله ټلواله، جنت ته زموږ د بیولو له غمه مړه ده.
دا تر دې پورې درته وایم، چې د دوی په ناز، نعمت، ښکلیو خبرو، القابو او هرکلیو مه نازیږه… دا مېچن موږ یو ځل وړې ده.
وبښه، لیک مې لږ اوږد شو.
ته به ظاهراً ډېر بوخت یې. خو دومره یې پروا مه ساته! دا پردۍ جګړه ده، نورو پیل کړې ده همهغوی به یې روانه ساتي او هغسې به یې روانه ساتي، چې د دوی په کې ګټه وي. ته ځان ډېر مه بوختوه، زما لیک تر پایه په غور ولوله، د تجربې په توګه به دې په کار شي.
موږ هسې هم:
” برای خود آش بریده نمی توانیم، برای دیگران سیمیان می بریم!”
هو ریښتیا،
پوځي جامې دې ښکلې دي.
زموږ یو ولسمشر هم په پوځي شرایطو کې همداسې پوځي جامې اغوستې، بالاخره همدې پانګوالې ټلوالې وواژه!
هغه ورځ دې په تا نه راځي!
ښې هیلې!