لیبیا ۲۳کسان د داعش د غړیتوب په تور په اعدام محکوم کړل

د لیبیا یوې محکمې، ۲۳ تنه د داعش د غړیتوب، د مصري عیسویانو د یوې ډلې د سرونو پرې کولو او په ۲۰۱۵ زېږدیزکال کې، د سرت ښار نیولو په تور، په اعدام او ۱۴ تنه نور په عمري بند محکوم کړل.
د ليبيا څارنوالۍ اعلان کړى، چې ددغه هېواد د «مصراته» ښار محکمې له خوا د دوشنبې په ورځ (د مې په ٢٠مه) ددغو کسانو پر ضد حکم صادر شوی.
ددې ادارې په وینا، یو بل تورن کس، په ۱۲ کاله بند او شپږ نور په لس کاله بند محکوم شول.
ددې اعلامیې له مخې، پنځو کسانو ته برائت ورکړل شوی او درې نور کسان د هغوی د دوسیو ترڅیړلو مخکې، مړه شوي دي.
د داعش د لیبیا څانګه، له خپلې اصلي خاورې یعني له عراق او سوریه بهر، یوه له خورا پیاوړیو ملیشو څخه وه، چې د ۲۰۱۱زیږدیزکال د ناتو له ملاتړبرخمن پاڅون له امله رامینځته شوې ګډوډۍ او جګړې څخه یې ګټه پورته کړه.
په ۲۰۱۵ زېږدیزکال کې دغې ډلې، په طرابلس کې د (کورنتیا) په لوکس هوټل باندې برید وکړ، چې په لړ کې یي د لسګونو مسیحیانو سرونه پرې کړل.