هغه کسان چې په وروستیو څو میاشتو کې له افغانستان څخه ایران ته تللي، خپل حالت د «بې برخلیکه برزخ» په نامه یادوي. د ډېریو افغانانو د ویزو وخت په پای ته رسېدو دی او وېرېږي، چې ایران به یې افغانستان ته را واړوي.
د دې تر څنګ، ناوړه اقتصادي شرایط هم د دې سبب شوي، هغه کسان چې د پخواني حکومت په نظامي – استخباراتي معتبرو بنسټونو کې له کلونو راهیسې تجربه لري، د ژوندانه د چلولو لپاره له مجبورې ورځې سختو کارونه ته مخه کړي.
د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته ایران ته د تللو افغانانو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې؛ خو هغوی په مختلفو شرایطو دغه هېواد ته ځانونه رسولي دي. هغه کسان چې په قاچاقي توګه ایران ته اوښتي، بېلابېل او دردناک روایتونه لري.
ځینې نظامي ځواکونه په قاچاقي لارو د پاکستان له خاورې ایران ته اوښتي دي. له ځینو نورو سره بخت یاري کوله او د ایران د ویزې په اخیستو یا له جهادي مشرانو سره په همغږۍ او د ایران امنیتي چارواکو د اجازې په اخیستو د اسلام قلعه له لارې ایران ته اوښتي دي.
ایران ته د تازه اوښتو کډوالو لویه ستونزه د رسمي اوسېدنې سند نشتوالی او د ویزې د مودې ختمېدل دي. د هغوی د نیولو او له ایران څخه د ديپورټولو ګواښ هره شېبه ليدل کېږي. تر دې دمه د ایران حکومت له خوا دې ستونزې ته لاره چاره نه ده لټول شوې.
په ایران کې د ځینو سرچینو په حواله، ځینې کسان د جهادي مشرانو په لابيګرۍ توانېدلي، چې د خپلو سیاحتي ویزو موده وغځوي او کم شمېر نورو د دغه هېواد د امنیتي او سیاسي چارواکو په مرسته یو کلنه ویزه ترلاسه کړې ده.
د پخواني حکومت ځینې نظامیان چې ایران ته تللي وېرېږي، چې د ایران حکومت یې ونه نیسي او افغانستان ته یې ډیپورټ نه کړي. هغوی په سختو شرایطو په ایران کې ورځې شپې سبا کوي او د دغه هېواد لوړپوړو چارواکو ته سترګې په لار دي، چې د اوسېدو لپاره يې کومه چاره را وباسي.
د دوی ترمنځ داسې کسان هم شته، چې د اروپایي هېوادونو ویزې ته په نوبت ولاړ دي او د ایران ویزې د مودې په خمتېدو سره له مجبورۍ افغانستان ته رااوښتلي؛ خو ډېری هغه کسان چې ایران ته تازه تللي، افغانستان ته د راستنېدو شرایط نه لري او راستنېدل یې ښايي د ژوند په بیه تمام شي.
لوړپوړي نظامي – استخباراتي افسران په ځانګړې توګه پولیس، د پخواني حکومت کارکوونکي، فرهنګي، سیاسي، مدني او د بشر حقونونو فعالان، د پوهنتون استادان، مدافع وکیلان او د قضايي او عدلي برخو کارکوونکي او خبریالان په ایران کې پراته دي.
د شمېرو له مخې، ځینې پخواني جهادي قوماندانان د افغانستان د جهادي رهبرانو په همغږۍ او د ایران د سیاسي او امنیتي چارواکو په اجازې سره د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته ځانونه مشهد ښار ته رسولي او ځینې يې د پخوانيو جهادي مشرانو تر چتر لاندې سیاسي فعالیت لري.
له دې ورهاخوا، په ایران کې ځینې نور کډوال اروپايي هېوادونو ته د تګ انتظار کوي او د اروپايي هېوادونو له چارواکو سره په خبرو بوخت دي، چې ویزه ورته ولګوي او د سفر تابیا يې ونیسي؛ خو د دغو کډوالو لویه ستونزه د ایران ویزې ختمېدل او د پاسپورټ باطلېدل دي.
پر ایران د امریکا شدید بندیزونه د دغه هېواد اقتصادي وضعیت کاواکه کړی او د ایرانیانو په شان يې په دغه هېواد کې افغان کډوالو ته هم ژوند ګران کړی دی او له دغه هېواد د وتلو په هڅه دي.
بلخوا، په ایران کې اکثره کډوال پسرلي او د هوا تودېدو ته ورځې شپې شمېري او غواړي د خطر په منلو سره د ځمکې له لارې په قاچاقي توګه ترکیې ته واوړي. دا په داسې حال کې ده، چې ترکيې لنډه موده مخکې ویلي، چې له دغه هېواده د ناقانونه افغانانو د ایستلو بهیر پيلوي.
ځینې کسان چې په ویزې ایران ته تللي او افغانستان ته د راستنېدو شرایط ورته چمتو نه دی، د ایران د کډوالو چارو ادارې له خوا د خپلو ویزو تمدیدي غوښتو تر رد ځواب وروسته اوس مجبور دي، چې خپل پاسپورټونه باطل کړي او په ناقانونه توګه په هغه هېواد کې واوسېږي.
د ایران د کډوالو او بهرنیو اتباعو اداره چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت تر لاس لاندې اداره ده، تر اوسه یې د نویو ورغلو کډوالو په اړه چې بېرته افغانستان ته د تګ امکانات نه لري، کړنلاره نه ده چمتو کړې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم افغان وګړي حوصلې او زغم ته بللي دي.
څه موده مخکې د افغانستان اوسېدونکي شاعر نجیب بارور چې د ویزې د نه تمدیدو له کبله يې د فېسبوک پوسټ له لارې شکایت کړی و، پوسټ يې پراخ غبرګونونه را وپارول او د ایران د کورنیو چارو وزارت سپارښتنه وکړه، چې د هغه ستونزې ته رسېدنه وشي.
د هغه په شان زرګونه نور کسان شته، چې په ایران کې د قانوني اوسېدو له نېټې اوښتو سره بې برخلیکه پاتې دي او وېرېږي، چې بېرته یې افغانستان ته ډیپورټ نه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره هېڅ نوې سپارښتنه نه ده صادره شوې، هغوی د بې برخلیکۍ په برزخ کې اوسېږي او افغانستان ته هم د ستېدو لار نه لري.