د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند وتلی سناتور لینډسي ګراهام چې د ایران د حکومت پر وړاندې د توندو دریځونو له امله مشهور و، مړ شو.
الجزیرې ټلوېزیون یکشنبه د چنګاښ پر ۲۱مه راپور ورکړی، چې دغه امریکایي سناتور تېره ماښام مړ شوی دی.
د راپور له مخې، د هغه د اړیکو مدیر ویلي چې لینډسي ګراهام د یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
سناتور ګراهام په سیمه او نړۍ کې د ایران د سیاستونو له سختو مخالفانو و، او تهران یې د تروریزم په ملاتړ تورناوه.
هغه پر ایران د امریکا د پوځي برید له ملاتړو و او په تېر ژمي کې یې په ځلونو د ایراني معترضانو ملاتړ کړی و.





