په امریکا کې یو کال ژوند، د یوه افغان د سترګو لیدلی حال څه و؟

کله چې مې په کابل کې خپل کور یوه ګاونډي هېواد ته د تلو په نیت پرېښود، دوه احتماله وو. دا چې زه به د نامعلومې مودې لپاره په دغه ګاونډي هېواد کې پاتې شم او بېرته به کابل ته راستون شم، یا دا چې زه به له کومې ستونزې پرته د امریکا ویزه ترلاسه کړم او د نوي ښار او کارته چهار له ټولې ښکلا سره به کابل پرېږدم. پر لومړي احتمال مې باور زیات و، له همدې امله مې خپلې مور او خویندو ته چې د مخې ښې پر مهال یې ژړل، ویل، چې تر دوو میاشتو بیرته راځم. خدای بښلی پلار او کشر ورور مې راسره د کابل هوايي ډګر ته ولاړل. له پلار سره د خدای پامانۍ وخت راورسېد، خو څنګه پوهېدم چې دا لیدنه وروستۍ لیدنه او وروستۍ خدای پاماني ده.
اوس مې چې په امریکا کې له ژونده یو کال تېرېږي، غواړم له تاسو سره هغه څه شریک کړم چې تر اوسه مې لیدلي او زده کړي دي.
لکه څنګه چې د پانګوالۍ اقتصادي نظام له نه انکارېدونکو تضادونو سره مخ دی، امریکا هم د دغه پاراډایم د اصلي مرکز په توګه له ډېرو تناقضونو سره مخ ده. د بازار د اقتصاد او سوسیالیزم د نظم تر منځ تناقض، د ټکنالوژۍ د کارونې او ترې د ليرېوالي تر منځ تناقض، د امنیت او ناامنۍ تر منځ تناقض او بالاخره د عایداتو او د وګړو د ژوند د لګښت تر منځ تناقض.
شاوخوا اته میاشتې وړاندې دا زما د کار لومړۍ ورځ وه، چې د ښار په یوه «کَونټي» کې چې زه پکې ژوند کوم، د څارنوالۍ په دفتر کې د ملاتړي کارکوونکي په توګه کار کوم. کابل ته مې کار ته تلل را په یاد شول، خپل نیلي کوټ او پتلون مې واغوست او د یوه داسې ځای پر لور روان شوم چې تر اوسه نه پوهېدم چې څنګه ځای دی. د ګوګل نقشې په کارولو سره، هغه ادرس ته ورسېدم چې راته رالېږلی یې و. په ځمکه کې یوه لویه لس پوړیزه ودانۍ د فوټبال د میدان په اندازه جوړه شوې ده، دغلته د څارنوالۍ او د جنایي څانګې د محکمې، د څارنوالۍ او د جنایي جرمونو د محکمې، د ماشومانو د محکمې، د مدني قضیو او د پولیسو ادارې دي. له څو کږو وږو لارو نه له تېریدو وروسته د خپل کار اصلي څانګې ته ننوتم. په دې څانګه کې زما له درېیو همکارانو چې په پام کې و، په یوه خونه کې ورسره کار وکړم، یوازې یو یې په امریکا متحده ایالتونو کې زېږېدلی و. دوه نور کسان یو په ډومینیکن جمهوریت کې زېږېدلی و او بل یې په پورټوریکو کې زېږېدلی و. زما یوې ښځینه همکارې، چې د ډومینیکن جمهوریت وه، له وړاندې مسوولیت اخیستی و، چې ما د دفتر ټولو څانګو ته بوځي او د وړو جرمونو د څانګې د څارنوالانو په ګډون یې خپلو ټولو همکارانو ته معرفي کړم. دا هم وشول. موږ له ټولو اړوندو څانګو لیدنه وکړه. لږ تر لږه له ۱۸ همکارانو سره تر روغبړ وروسته، ما د دوی په منځ کې هېڅ شین سترګی ونه لید. دا هغه امریکایان نه دي چې لږ تر لږه دوه یا درېیو نسلونو یې دلته وخت تېر کړی وي. دا هغه امریکایان دي چې یا دلته زېږېدلي او یا یې یوازې په دې هېواد کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي. دا وضعیت هغو کسانو ته چې په امریکا کې نوي دي، د دې لامل کېږي چې لږ د بېګانه توب احساس وکړي او ډېر ژر په ټولنه کې مدغم شي. کډوالي او د ژوند کولو او کلتوري مسایلو له پلوه د یو بشپړ بېل هېواد په ټولنه کې حل کېدل ډېرې ستونزې لري؛ خو په امریکا کې شته تنوع له تاسو سره مرسته کوي، چې ژر او له اندېښنې پرته ځان یو امریکایی وبولئ.
له امریکایانو سره دوستي
د عمومي باور پر خلاف چې ګواکې امريکايان د دوستۍ په اړه برسېرن نظر لري او صمیمیت نه لري، د يو کال په موده کې ما ته څرګنده شوه چې نه يوازې دا ادعا دروغ ده، بلکې يو امريکايي پر یوه نېږدې دوست او ملګري سربېره د اړتیا پر مهال په بشپړ اخلاص له نورو سره له خپل وس سره سمه مرسته کوي. زه د مایکل په نوم یو ملګری لرم چې په دفتر کې مې ورسره ولیدل. په هغې ورځ چې موږ ولیدل، مایکل له ما وغوښتل چې که ستونزه نه وي، له کار ځایه مې خپل کور ته چې د موټر شاوخوا پینځه دقیقې لار ده، ورسوي. له هغې ورځې وروسته، مایکل له اوږدې مودې راهیسې ما خپل کور ته رسوي. په لاره کې یې راته د امریکا د کلتور په اړه خبرې کولې او په بدل کې یې ما ورته د فارسي څو کلمې ورزده کړې. له دغو ټولو کلمو یوازینۍ کلمې چې د ده په ذهن کې پاتې دي، پکول، رفیق پخته،، مشت او صورت کلمې دي. ځینې وختونه ځايي رسټورانټونو ته تللو څو د بېلابېلو هغو خواړو له خوند سره اشنا شم چې په دغو رسټورانټونو کې وړاندې کېږي.
د بازار د اقتصاد د نظم او سوسیالیزم تناقض
په امریکا کې چې د پانګوالۍ د اصلي مرکز په توګه پېژندل کېږي، د پانګوال پاړکي او د ټولنې د محرومو پاړکیو تر منځ واټن خورا ډېر دی. د پانګوالو او مشهورو شخصیتونو لپاره، د پانګې د زیاتولو لارې اسانه دي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې همدې ډونلډ ټرمپ د (Non-Fungible Tokens) یا (NFT) تر سرلیک لاندې د خپل ځان یو لړ عکسونه خپاره کړل، چې ډېر ژر وپلورل شول او ټرمپ په یوه شپه کې پينځه میلیونه ډالر جیب ته کړل. نه یوازې دا چې د ټیټې طبقې لپاره د بډایه کېدو لپاره فضا نه شته، بلکې هغه پیسې چې دوی په یوه میاشت کې ترلاسه کوي یوازې د د ژوند د یوې میاشتې د لګښتونو پوره کولو لپاره کافي دي او بس. خو د دې تشې د ډکولو لپاره حساب ورکوونکی حکومت هڅه کوي چې طبقاتي تضادونه پټ کړي او د بې وزلو خلکو د ناخوښۍ کچه ټیټه وساتي. له همدې امله هره میاشت د خوراکي توکو د مرستې د پروګرام، د ماشومانو د ملاتړ د پروګرام او اړمنو کورنیو ته د لنډمهالو مرستو او یو شمېر نورو نومونو لاندې ټولنې ته پیسې تزریقوي. له بلې خوا، د ارزانه جامو او د کور د وسایلو د پلورنځایونو فعالیت او په بازار کې د دویم لاس توکو د پېر او پلور اپلېکیشنونونو ته د فعالیت د جواز ورکړه په همدې موخه ده.
د ټکنالوژۍ کارولو او له هغې د لیرېوالې تناقض
د امریکا متحده ایالتونه د نړۍ د نوښت د مرکز په توګه، د ټکنالوژۍ او ډیجیټل کولو په برخه کې یو مخکښ هیواد دی. په دې هېواد کې، نېږدې هر څه د نن ورځې په ټکنالوژۍ پورې تړلي دي، داسې چې ان د ټکنالوژیکو اسانتیاو له کارولو پرته ان کوچني ورځني کارونه هم نشئ ترسره کولای، د انلاین بانکي سیسټم په کارولو سره د پیسو له لېږدولو نیولې د GPS په کارولو سره د مطلوبو لارو تر موندلو او هغه رسټورانت ته د پیسو تر ورکولو پورې چې ډوډۍ مو پکې خوړلې ده. خو په عین حال کې ځینې امریکایان نه یوازې دا چې د ټکنالوژۍ کارولو ته لېوالتیا نه لري، بلکې د خپل هویت او پیسو د ساتنې لپاره د امکان تر بریده ترې ډډه کوی. دوی پر دې باور دي چې د ټکنالوژۍ کارول د خلکو شخصي معلومات د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ کوي او له بلې خوا د خلکو بانکي حسابونو ته لاسرسی ممکن کوي. یو ځل یوه مدافع وکیل چې ما ورسره سوداګریزې اړیکې لرلې، له ما وغوښتل چې هغه ته د هغه د موکل د قضیې په اړه ټول اسناد او شواهد چې د پولیسو راپور او د ۹۱۱ غږیز فایلونه پکې شامل وو، په “چاپ” اوغږېزه بڼه په” USB” کې ورولېږم. کله مې یې چې دلیل وپوښت، ویې ویل:” زه نه غواړم چې شرکتونه ما ته په زرګونو تبلیغاتي بریښنالیکونه راواستوي او بد خلک مې د شخصي معلوماتو په غلا پسې راووځي” د ټکنالوژۍ په سکټور کې شرکتونه او پانګوال هم له دغو خلکو ناخبره نه دي او هغوی ته د قناعت ورکولو لپاره په پرلپسې توګه د ” د اپلېکیشن” د امنیتي کچې د لوړولو تبلیغ کوي.
د امنیت او نا امنۍ تناقض
امریکا ته د راتګ په لومړیو څو میاشتو کې مې ګډوډ او بې نظمه ژوند درلود. ورځې په شپو بدلې، نه مې کوم مصروفیت درلود او نه کوم کار چې بوخت شم. په یوه پردي هېواد کې یو نوی پیل – د نویو ملګرو پیدا کول، له نوي چاپېریال سره بلدتیا، د ښار د لارو پیدا کول او داسې نور – د دې لامل کېدل ډېر وختونه تر نیمې شپې پورې له امنیتي اندېښنې پرته د باندې پاتې شم. د افغانستان په څېر هېواد نه امریکا ته کډوال کېدل د سړي په ذهن کې له اوره اوبو ته رسېدل تداعي کوي. خو وضعیت داسې نه و، لکه څنګه چې ما فکر کاوه. په دې ځای کې چې زه اوسېږم، څو کیلومټره اخوا یې د هِلټاپکِرِپ (Hilltop-Crip) بانډ چې یو له خورا پېژندل شویو او تاوتریخجنو بانډونو دی، فعالیت لري. د دې جنایتکارې ډلې د فعالیت مخنیه د ۱۹۸۰ لسیزې وروستیو ته ورګرځي. د دې ډلې ډیری غړي په وژنو، د موټر له دننه د ډزو، غلاوو، وهلو ټکولو او د چرسو او کوکاینو په ګډون د مخدره توکو په پلورلو کې لاس لري. د ځینو سرچینو په وینا، د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۹مه، د ټاکوما پولیسو او اف بي آی د دې ډلې پر وړاندې لوی عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د ډلې ۳۲ غړي له۵۰ په زیاتو جرمونو چې له غلا نیولې د وژنې تر هڅې او د مخدره توکو تر پلور پورې پکې شامل وو، تورن کړل.
پردې سربیره، په دې یو کال کې لږترلږه په میاشت کې یو یا دوه ځلي د شپې لخوا د ډزو غږونه اورېدل کېږي او په سبا یې فاکس ۱۳چې ځایي خبرونو ته پوښښ ورکوي، یا د وژنې یا د پولیسو او مجرمینو ترمنځ د شخړې راپور ورکوي. په دې موده کې د «امبر الارم» تر نامه لاندې د واشنګټن ایالت د پولیسو لخوا زموږ موبايلونو ته د ماشومانو د تښتونې د درېیو پېښو خبر راکړل شوی دی، څو که موږ د شکمن کس په اړه کوم معلومات ولرو، خبر ورکړو.
د ژمي په پیل کې، کله چې هوا ژر تیاره کېده، همکارانو مې رانه وغوښتل چې اجازه ورکړم چې ما په موټر کې کور ته ورسوي. خو ما وویل چې زه غواړم قدم ووهم، ځکه چې په قدم وهلو سره په ما کې د پټو اضطرابونو بار کمېږي. زما یوه همکار د کار ځای له ودانۍ تر «پارکینګ» پورې له ځان سره د مرچو سپرې او بریښنایی ډنډه وړله. دا په دې مانا چې په خپله امریکایان چې کلونه کلونه دلته ژوند کوي، د وېرې احساس کوي. له جنایتکارانو د وېرې احساس، له زنځيري قاتلانو د وېرې احساس، په مخدره توکو له روږدو کسانو وېره او کله نا کله ان له پولیسو وېره!
د وګړو د ژوند د عاید او لګښت په اندازه کې تناقض
په تېرو څو کلونو کې په امریکا کې د توکو، په ځانګړې توګه د لومړنیو توکو بیه خورا لوړه شوې ده. دا سرعت په تېر یو کال کې څو برابره شوی دی. هرکله چې زه د خوړو یا نورو توکو د پېرولو لپاره کوچني یا لوی پلورنځي ته ننوځم، د بیې لوړوالی وینم. زما له کوره څو ګامه لېرې د «سټیډیم ټرېفټ وي» په نوم یو سوپر مارکیټ دی. یوه ورځ مې چې د خپلو توکو د پېرلو پيسې ورکولې، د محاسبې د څانګې کارکوونکي ته چې یو پوخ سړی و، وویل، تاسو ډیر ګران پلورونکي یاست. هغه زما په ځواب کې وویل: «هرڅوک ستاسو خبره کوي. زه لا تر اوسه داسې څوک نه پیژنم چې له تاسو سره مخالف وي او موږ په ارازانه پلورلو تورن کړي. دغه حالت کارګرې طبقې ته چې په میاشتني معاش باندې د خپل ژوند بېړۍ چلوي، مالي شرایط نور هم ستونزمن کړي دي. که څه هم کارګمارونکي هڅه کوي چې د وضعیت د خرابیدو د مخنیوي لپاره یو څه وکړي، لکه دا چې د ۲۰۲۳ کال په پیل کې یې د کارګرانو معاشونه څلور سلنه زیات کړل، خو دا زیاتوالی د ژوند په لګښت کې چټک زیاتوالي ته نه رسېږي.
سره له دې چې د بایډن ادارې د اقتصادي ودې په مدیریت کې ښه عمل کړی دی، انفلاسیون د راتلونکو ټاکنو لپاره پر یوې مهمې مسألې بدلېږي. لکه څنګه چې کوویډ – ۱۹ د ټاکنو پایلې د ټرمپ په زیان کړې، دغه وضعیت د دې هېواد د ولسمشر بایډن دریځ هم زیانمن کړی دی.