۸صبح، غور: غور کې د جام څلي د نړېدو په تړاو د دغه ولایت د اوسېدونکو له اندېښنو وروسته ځايي طالب چارواکو منلې، چې دا څلی د نړېدو په حال کې دی.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، تراوسه د جام څلي د بیارغونې لپاره پيسې ځانګړې شوې نه دي او د یونسکو د دوه میلیون ډالري بودیجې برخلیک هم روښانه نه دی.
نوموړي زیاته کړه، جام څلي ته څېرمه کورونه د سیلابونو له کبله ویجاړ شوي او کېدای شي، را روان ژمي دا څلی هم و نړېږي.
له دې وړاندې غور کې مدني فعالانو د دغه څلي د استنادي دیوالونو د نه بیارغونې په اړه اندېښنه ښوولې وه.
کوم انځورونه چې ۸صبح ورځپاڼې ترلاسه کړي، ښکاري څلي ته تللې زینې چوېدلي دي.
د پخواني حکومت چارواکي حاضر نه شول، چې د بودیجې او جام څلي ته د شته خطرونو په اړه خبرې وکړي.
د جام څلی په نړۍ کې یو لوی د خښتو څلی دی، چې د جام غور کلي کې جوړ شوی دی.
دا سیمه د غور له مرکز فیروزکوه څخه ۷۰ کیلومتره لرې دی او د هریرود خواته پرته ده.
د یادونې وړ ده، چې تېرو دوو کالو کې د سیلابونو له کبله د دغه څلي استنادي دیوالونه ویجاړ شول، چې وروسته یونسکو د دغه څلي بیارغونې ته دوه میلیونه بودیجه ځانګړې کړه.
خو تراوسه د د یونسکو د بودیجې او د جام څلي راتلونکې روښانه نه دی.